د بوسنیا په مهاجرو کمپونو کې د کورونا ویروس پېښې له حده زیاتې شوې دي. چارواکي وایي چې په تېرو دوو اونیو کې یوازې په یو مرکز کې د کورونا ۱۴۷ پېښې ثبت شوې دي.
بوسنیا کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي. په تېرو دوو اونیو کې یوازې په یوه مهاجر کمپ کې د کورونا ۱۴۷ پېښې ثبت شوې دي.
بوسنیا یوه له هغو اروپایي هیوادونو ده چې د کورونا ویروس له امله ډېره زیانمنه شوې ده. که څه هم د کورونا وبا له پیل راهیسې په مهاجر کمپونو کې د کورونا ویروس پېښې کمې وې، خو په تېرو څو اونیو کې چارواکو د مثبتو پېښو تر زیاتېدو سره سم پر ځینو مرکزونو بندیزونه لګولي دي.
نن سبا تر ۶۰۰۰ زیات مهاجر بوسنیا کې ایسار پاتي دي. دوی غواړي چې کروشیا ته تر ننوتلو وروسته ځان اروپایي ټولنې ته ورسوي. ډېری دغه کسان پناه غوښتونکو ته ځانګړو شویو مرکزونو کې اوسېږي، خو ځینې نور مهاجر بیا په متروکو او تشو ودانیو کې او یا له کروشیا سره ګډې پولې ته نږدې تر خیمو لاندې شپې سبا کوي.
بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا کمپ او بیهاچ ښار ترمنځ اروپا ته د تلونکو مهاجرو ستونزې
وضعیت «تر کنترول لاندې» دی
په ورته مهال د ډنمارک د مهاجرو شورا وایي چې د پېښو د زیاتېدو سره سره وضعیت «تر کنترول لاندې» دی. دغه سازمان چې د مهاجرو ملاتړ کوي زیاتوي چې تر اوسه هېڅ کوم مهاجر نه دی بستري شوی.
بوسنیا کې د ډنمارک د مهاجرو شورا مشر نیکولا بې وایي: «بوسنیا کې د عمومي وضعیت په کتو سره داسې اټکل کېده چې ورته وضعیت رامنځ ته شي.» خو په وینا یې د «وضعیت د مهارولو لپاره هڅې شوې.»
بیا ولولئ: بوسنیا: «لسګونه ځله مې د کروشیا له پولې د تېرېدو هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوم»
د یادولو ده چې پر ځینو مهاجر کمپونو لګول شوي بندیزونه د نارامیو سبب شوي دي. د روانې اونۍ په پیل کې نږدې ۵۰ مهاجرو له هغه مرکز څخه د تښتېدو هڅه وکړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا اداره کېږي.
د بوسنیا د روغتیا سیمه ییز مسولې نرمینا جیمالوویچ د دغې پېښې په اړه ویلي وو دوی اندېښمن دي چې په کورونا اخته کسان له کمپونو وتلي وي.