انځور: رویترز، پاسکال روسینیول، ۲۰۲۰، له ارشیف څخه
انځور: رویترز، پاسکال روسینیول، ۲۰۲۰، له ارشیف څخه

فرانسوي ځواکونه وایي د دغه هیواد په شمالي سیمه کې یې لس مهاجر په یوه لارۍ کې موندلي دي. په ورته مهال ۵ تنه نور چې په یوه یخچالي لارۍ کې پټ شوي وو بلجیم کې موندل شوي دي.

تېره پنج‌شنبه سهار یوه اسپانوي لارۍ چلوونکي چې د وال دو روی جیودیس فارمولوګ شرکت په لور روان و له هغې وروسته پولیسو ته خبر ورکړ چې خپله لارۍ کې یې غږونه واورېدل.

امنیتي ځواکونو دغه لارۍ کې د یو کم سن مهاجر په ګډون ۱۰عراقي کډوال موندلي دي.

د اکتیو سایټ په حواله موندل شوي مهاجر د ډنکرک په یوه کمپ اوسېدل.

کم سن مهاجر له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو ادارې ته سپارل شوی خو ۹ تنو نورو ته یې چارواکو د فرانسې د خاورې د وتلو سندونه ورکړي دي.

بیا ولولئ: فرانسه: پولیسو پنځه تنه افغانان په یوه لارۍ کې موندلي

بلجیم کې ۵ مهاجر موندل شوي

د یو بل خبر له مخې د یو کم سن مهاجر په ګډون ۵ کسان د بلجیم د سنت ژیزیلین پر لویه لاره یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي دي.

لارۍ چلوونکی چې د بروکسل په لور وان و له هغې وروسته پولیسو ته اطلاع ورکړه چې خپله لارۍ کې یې غږونه واورېدل.

پولیسو دغه لارۍ کې یو سوریایی او یو ایرانی او درې عراقیان موندلي دي. دوی د مونس ښار د پولیسو قومندانۍ ته انتقال شوي دي.

بیا ولولئ: فرانسه: لس مهاجر د یوې لارۍ په ټانکر کې موندل شوي دي

د بلجیم بهرنیانو ادارې ۴ تنو ته یې د بلجیم له خاورې د وتلو سندونه ورکړي دي خو کم سن مهاجر یې د کم عمر لرونکي کډوالو هرکلي مرکز ته انتقال کړی دی. دغه مرکز د بلجیم د عدلیې وزارت له خوا اداره کېږي.  

 

نورې ليکنې