له ارشیف څخه: دوه کډوال د کروېشیا له سرحده د تېرېدو هڅه کوي . کرېډېټ: کلېر دوبوزې
له ارشیف څخه: دوه کډوال د کروېشیا له سرحده د تېرېدو هڅه کوي . کرېډېټ: کلېر دوبوزې

د کروشیایي چارواکو په حواله د کروشیا پوله ساتونکو د دغه هیواد ګلینا سیمه کې د افغان مهاجرو یوه څلور کسیزه ډله موندلې چې ویل کېږي د کروشیا پر لاره یې پیسې او موبایلونه په تاوتریخجنه توګه غلا شوي دي. یاد مهاجر پولیسو د زاګرب د پناه غوښتونکو مرکز ته انتقال کړي دي.

د کروشیا د سیساک موسلاوینا پولیس وایي د هغو ۱۵ بهرنیانو – ۶ نارینه وو، ۵ ښځو، او ۴ افغان ماشومانو – په اړه یې پلټنې پای ته رسېدلې دي چې د بوسنیا له پولې تېرېدو وروسته کروشیا ته اوښتي دي.

دغو مهاجرو پولیسو ته ویلي چې د کروشیا پر لاره یوه ځنګل کې پاکستانیانو پر دوی برید کړی او ورنه یې غوښتي چې خپلې پیسې او موبایلونه ور تسلیم کړي.

پاکستانیانو له هغې وروسته پر دوی حمله وکړه او پیسې او موبایلونه یې ونیول چې مهاجرو ورته د خپلو وسایلو له تسلیمولو ډډه وکړه.

دغو څلورو افغانانو زیاته کړې ده چې غواړي کروشیا کې د پناه غوښتنه وکړي.

بوسنیا یوه له هغو هیوادونو ده چې په زرګونه کډوال پکې ایسار پاتې دي. دوی هیله لري چې د کروشیا له پولې په تېرېدو سره ځان د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته ورسوي. خو ډېری وختونه دغه سفرونه له ګواښونو ډک دي. تر دې دمخه ګڼو سازمانونو او کډوالو د مهاجرو پر وړاندې د کروشیایي پولیسو له خوا د تاوتریخوالي د کارولو په اړه شکایتونه کړي دي.

بیا ولولئ: بوسنیا: «لسګونه ځله مې د کروشیا له پولې د تېرېدو هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوم»

څو ورځې مخکې د ډنمارک د کډوالۍ شورا ویلي وو د بوسنیا او کروشیا پر ګډه پوله کروشیایي سرتېرو یوه افغانه مهاجره ځورولې، ورته یې د چړې په واسطه ګواښ کړی او اړ یې کړې چې خپل ټول کالي وباسي.

یاد سازمان زیاته کړې وه چې د ۲۰۱۹ له می میاشتې راهیسې نږدې ۲۴۰۰۰ کسان له کروشیا څخه په ناقانونه توګه د بوسنیا پر لور شړل شوي دي. د دغې شورا په حواله یوازې د روان کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو ترمنځ ۵۴۷ مهاجر بېرته بوسنیا ته اخراج شوي دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App