لپیا کمپ د بوسنیا بیهاچ ښار ته نږدې موقعیت لري. انځور: انتونیو برونیچ، رویترز، د ۲۰۲۱ د فبرورۍ ۱۸مه.
لپیا کمپ د بوسنیا بیهاچ ښار ته نږدې موقعیت لري. انځور: انتونیو برونیچ، رویترز، د ۲۰۲۱ د فبرورۍ ۱۸مه.

بوسنیا یوه له هغو هیوادونه ده چې اروپا ته راتلونکي زرګونه پناه غوښتونکي پکې ایسار پاتې دي. ډېری دغه مهاجر هغه افغانان دي چې له جګړو څخه تښتېدلي او غواړي چې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي. افغان مهاجر جمال* چې له شاوخوا درېو کلونو راهیسې په بوسنیا کې اوسېږي، کډوال نیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم جمال دی. زه د افغانستان د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی یم. په ۲۰۱۸ کې د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوم. ما تر اوږد سفر وروسته ځان بوسنیا ته ورساوه.

دوه دوه نېم کاله مې د بوسنیا په بیرا کمپ کې تېر کړل. خو تېر کال کله چې دا کمپ وتړل شو، چارواکو لیپا کمپ ته انتقال کړم. اوس نږدې اته میاشتې کېږي چې دې کمپ کې اوسېږم.

لیپا کمپ کې د مهاجرو وضعیت ډېر خراب دی. له خوړو نه نیولې تر تشنابونو پورې هېڅ هم سم نه دي.

د کمپ د ساتونکو چلند له مهاجرو سره غیرانساني دی. دوی د شپې له خوا مهاجر له خوبه را وېښوي او ورباندې صفایي کوي. که څوک له صفایۍ کولو ډډه وکړي، کارت یې اخلي او وایي له کمپه ووځه.

بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا کمپ او بیهاچ ښار ترمنځ اروپا ته د تلونکو کډوالو ستونزې

ځینو کسانو ته ډوډۍ نه رسېږي

موږ ته د ورځې دوه وخته ډوډۍ راکول کېږي. سهار په ۹ بجې او غرمه. د غرمې ډوډۍ له دوو بجو پیلېږي تر درې نیمو پورې. مهاجر اړ دي چې په اوږدو لیکو کې خپل وار ته انتظار وکړي. ځینې کسان چې ډېر انتظار یې کړی ډوډۍ اخیستلی شي، خو ځینو نورو ته ډوډۍ نه رسېږي.

لیپا په یوه غرنیزه سیمه کې موقعیت لري. که څه هم اوس پسرلی راغلی دی، خو دلته لا هم هوا یخه ده.

لیپا کمپ کې موږ تر لویو خیمو لاندې اوسېږو. خو خیمو کې د مهاجرو شمېر تر حده زیات دی. کله ناکله د ځای پر سر د مهاجرو ترمنځ شخړه هم رامنځ ته کېږي.

کمپ کې مو تشنابونه شته، خو ډېر چټل دي. ځينې مهاجر د رفع حاجت کولو لپاره د کمپ شاوخوا ځنګل ته ورځي. د حمام لپاره مهاجر له چشمې څخه اوبه راولي، بیا د کمپ په حمامونو کې ځان مینځي.

له مجبورۍ دلته اوسېږم

بله ستونزه دا ده چې د کمپ اوسېدونکي د چټلیو له امله ناروغان کېږي. ډاکټر شته، خو که مهاجر هر ډول ناروغي ولري، ډاکټر ورته یوازې یو پیناډول او یو ډېسپرین ورکوي. مانا یې دا چې سمه معاینه نشته.

زه له مجبورۍ دلته اوسېږم. نه غواړم چې بوسنیا کې ژوند وکړم او یا دلته د پناه غوښتنه وکړم. ما لږترلږه پنځه وېشت ځله د کروشیا له پولې د تېرېدو لپاره هڅې کړې دي، خو ټولې هڅې مې ناکامې شوې دي.

کله چې کروشیایي پولیس مهاجر نیسي، بوټان، موبایلونه، پیسې او قیمتي شیان یې ورڅخه اخلي. که مهاجر پیسې ور نه کړي، دوی یې وهي او ټکوي او بوسنیا ته یې رالېږي.

بیا ولولئ: کروشیا: څلورو افغانان چې پیسې او موبایلونه یې غلا شوي د زاګرب د پناه غوښتونکو مرکز ته انتقال شول

بل مشکل دا دی چې موږ مثلاً لیپا کې اوسېږي خو دوی موږ ولیکا کلادوشا ته ډېپورت کوي. د لیپا او ولیکا کلادوشا ترمنځ فاصله زیاته ده. موږ دې ته اړ کېږو چې لیپا ته د ځان رسولو لپاره اویا اتیا کېلومتره پیاده مزل وکړو. خو پیسې او خواړه راسره نشته او سفر ډېر سخت دی. ګاډی هم نه را ته درېږي.

کورنۍ مې نور راسره مرسته نه شي کولی

اوس چې د هوا حالت مخ په ښه کېدو دی، ډېری مهاجر کروشیا ته د ورتګ لپاره زیار باسي. زه هم له خپلو ملګرو سره ګېم [له پولې څخه د تېرېدو لپاره هڅې] ته تیاری نیسم.

بیا ولولئ: بوسنیا: «لسګونه ځله مې د کروشیا له پولې د تېرېدو لپاره هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوم»

ما تر اوسه ډېرې پیسې مصرف کړې دي. کورنۍ مې خپل قیمتي شیان خرڅولي دي ترڅو زه اروپا ته ولاړ شم. خو دوی نور راسره مالي مرسته نه شي کولی.

زه کومه بله چاره نه لرم. که افغانستان ته بېرته ور ستون شم، ژوند به مې په خطر کې وي. خو دلته هم وضعیت د منلو نه دی: داسې معلومېږي چې موږ نه په خپل هیواد کې ځای لرو نه په اروپا کې.»


  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې

Webpack App