اژې سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: رویترز
اژې سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: رویترز

ترکي چارواکو پرون سه شنبه وویل د دغه هیواد سمندري ځواکونو د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې ۱۱۷ هغه مهاجر ژغورلي دي چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

د ترکي رسنیو په حواله د ترکیې یوې الوتکې د چشمې سیمې ساحلي اوبو کې د مهاجرو د یوې بېړۍ تر لیدو وروسته ساحلي ځواکونو ته اطلاع ورکړه. د ترکيې سرتېرو یوې کښتۍ بیا له سمندره ۹۴ مهاجر وژغورل چې ویل کېږي د یونان ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

یوه بله پېښه کې د ترکیې ساحلي ځواکونو د دیکیلي سیمې په ساحلي اوبو کې ۲۳ مهاجر ژغورلي دي.

ژغورل شوي کسان د کډوالۍ سیمه ییزې ادارې ته انتقال شوي دي.

بیا ولولئ: ترکیه: ساحلي ځواکونو ۴۱ مهاجر ژغورلي دي

ترکیې په وار وار یونان په دی تورن کړی چې اژې سمندر کې یونان ته د مهاجرو د ورتګ مخه نیسي او دوی د ترکیې پر لور شړي. خو یونان بیا دغه ادعاوې ناسمې بولي.

ترکیه د منځني ختیځ، افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو د کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو د ترانزیت پر یوه مهمه لاره بدله شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې ترکیه اوسمهال د شاوخوا ۴ میلیونه کډوالو کوربه دی چې د دغو کډوالو ډېره برخه د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي.

د ۲۰۱۶ د مارچ په ۱۸مه اروپا او ترکیې د کډوالۍ هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه د ۲۰۱۵ د مهاجرت کړکېچ وروسته اروپا ته د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره لاسلیک شوه.

ترکي چارواکي څو ځلي ګواښ کړی چې دغه هوکړه به فسخه کړي. ترکیه اوس د هوکړې د غځولو او پراختیا غوښتنه کوي. 

 

نورې ليکنې