. (picture-alliance/dpa/R. Peters)
. (picture-alliance/dpa/R. Peters)

کله چي په آلمان کي د يو کس پناه غوښتنه رده سي نو هغه کولای سي چي د ردېدنې پر ضد محکمې ته مراجعه وکړي. محکمو په دې ترڅ کي د هر دريم کس دعوی پر حق بللې ده.

په آلمان کي د لومړۍ پناه غوښتنې د ردېدنې په صورت کي اړونده پناه غوښتونکی کولای سي چي محکمې ته مراجعه وکړي. د ردېدنې د فيصلې پر ضد مراجعه او حقوقي دعوا په ځانګړو اداري محکمو کي دايريږي. په دغه قضيه کي پناه غوښتونکی د دعوې يو اړخ او مدعي يې د پناه غوښتنې او مهاجرت له پاره د آلمان فدارلي اداره وي. 

د آلمان د «نويه اوسنابريوکر» څايتونګ د راپور له مخي په آلماني محکمو کي د پناه غوښتونکو له دعواوو څخه يو پر دريمه يې هميشه بريالۍ وي. يعني دا په دې معنی چي هر دريم دعوای کوونکي پناه غوښتونکي له دغې حقوقي دعوی څخه د خپلي دوسيې په ترڅ کي ګټه په لاس راوړې ده. 

ياد راپور د يادي ورځپاڼي د سه شنبې د ورځي (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۱۳مه) په ګڼه کي راغلی دی. دغه راپور د خپلو معلوماتو منبع د آلمان د حکومت هغه جواب بللی دی چي په پارلمان کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند له فراکسيون له خوا پوښتل سوي سوال له پاره يې ليکلی دی. 

ويل سوي چي اړونده آلماني محکمو په هره دريمه ياده قضيه کي د اړوند فدرالي ادارې په فيصله کي غلطي موندلې او دعوی کوونکي پناه غوښتونکی يې پر حق بللی دی. زياته سوې چي په تير کال چي کوم شمير پناه غوښتونو ته د ردۍ يا منفي جواب ورکول سوی ؤ له هغوی څخه دريمه برخه يې د محکمو له ناسمي پرېکړي بلل سوي دي. د راپور له مخي په اړونده ۳۱ سلنه قضيو کي قاضيانو د دعوی کوونکو پناه غوښتونکو ردۍ ناسمي بللي او هغوی ته یې د قبولۍ ورکولو امر کړی دی. 

په راپور کي راغلي چي آلمانۍ محکمو تېر کال په ټوليزه توګه د پناه غوښتنې او مهاجرت د ادارې ۶۸۰۰۰ د پناه غوښتنې د ردۍ فيصلې ارزولي او فيصله کړي دي. له ياد شمير فيصلو څخه ۲۱۲۰۰ فيصلې غيرقانوني او غلطي بلل سوي دي. 

په زياته د افغانستان سره تړاو لرونکو ردو سوو پناه غوښتونکو له خوا د خپلې ردۍ پر ضد زياتره حقوقي دعواوي بريالۍ سوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې