له ارشیف څخه
له ارشیف څخه

د ترکي رسنیو په حواله د دغه هیواد سمندري ځواکونو پرون چهارشنبه اژې سمندر کې ۴۶ هغه پناه غوښتونکي ژغورلي چې ویل کېږي د یونان ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

انادولو خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې له قوله وایي چې د ترکیې سمندري ځواکونو پرون چهارشنبه د دغه هیواد د بلک شهر ولایت په ساحلي اوبو کې ۴۰ هغه مهاجر ژغورلي چې په یوه رابرۍ بېړۍ کې سپاره ول.

ژغورل شوي کسان کوندا ټاپو ته انتقال شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د ترکیې ساحلي ځواکونو د دغه هیواد د موګلا ولایت د مرمرې ساحل په اوبو کې ۶ مهاجر ژغورلي چې ویل کېږي د یونان سمندري ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي دي.

یوې سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط انادولو خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان لومړی د سمندري ځواکونو پوستې ته انتقال شوي وو. چارواکو بیا دوی د اخراج ولایتي مرکز ته ولېږدول.

د یادولو ده چې تېره سه شنبه د ترکیې سمندري ځواکونو د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې ۱۱۷ هغه مهاجر ژغورلي وو چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

ترکیې په وار وار یونان په دی تورن کړی چې اژې سمندر کې یونان ته د مهاجرو د ورتګ مخه نیسي او دوی د ترکیې پر لور شړي. خو یونان بیا دغه ادعاوې ناسمې بولي.

ترکیه د منځني ختیځ، افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو د کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو د ترانزیت پر یوه مهمه لاره بدله شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې ترکیه اوسمهال د شاوخوا ۴ میلیونه کډوالو کوربه دی چې د دغو کډوالو ډېره برخه د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي.

د ۲۰۱۶ د مارچ په ۱۸مه اروپا او ترکیې د کډوالۍ هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه د ۲۰۱۵ د مهاجرت کړکېچ وروسته اروپا ته د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره لاسلیک شوه.

ترکي چارواکي څو ځلي ګواښ کړی چې دغه هوکړه به فسخه کړي. ترکیه اوس د هوکړې د غځولو او پراختیا غوښتنه کوي. 

 

نورې ليکنې