انتوني کې د مهاجرو لپاره د خیاطۍ ورکشاپ. انځور: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
انتوني کې د مهاجرو لپاره د خیاطۍ ورکشاپ. انځور: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز

فرانسوي سازمان جي ار اس پرون چهارشنبه د یو راپور په خپرولو سره وویل، فرانسه د پناه غوښتونکو د مسلکي ادغام په برخه کې د نورو اروپا هیوادونو پرتله تر شا پاتې ده. د دغه سازمان په خبره اروپایي ټولنه کې فرانسه او هنګري د پناه غوښتونکو مسلکي ادغام برخه کې وروستی مقام لري.

فرانسوی سازمان جي ار اس په خپل نوي راپور کې، چې پرون چهارشنبه د اپریل ۱۴مه خپور شو، وایي فرانسه کې پناه غوښتونکي د نورو اروپایي هیوادونو پرتله د کار موندلو لږ چانس لري.

راپور کې راغلي: «نن سبا اروپایي ټولنه کې فرانسه (او هنګري) پناه غوښتونکو ته کار د زمینې برابرولو برخه کې وروستی مقام لري او د هغو پنځو هیوادونو په ډله کې ده چې پناه غوښتونکو ته اجازه نه ورکوي چې مسلکي زدکړې وکړي.»

د جي ار اس مشر ګیوم رسنیول وایي فرانسه کې «له پناه غوښتونکو سره د رد شویو مهاجرو په څېر چلند کېږي او د هغوی د پناه غوښتنې دوسیو د اروزل کېدو موده کې پام نه ورته کېږي.»

په ۲۰۱۷ کې تر یوې سلنې لږ پناه غوښتونکو په فرانسه کې د کار اجازه درلوده.

جي ار اس وړاندیز کوي چې پناه غوښتونکي د رسېپیسي (د پناه غوښتنې د ثبت سند) له تر لاسه کولو ۶ میاشتې وروسته باید د کار کولو اجازه ترلاسه کړي.

دغه سازمان زیاتوي چې پناه غوښتونکي باید وکولی شي د دولت د مالي مرستو پرته د کار له لارې عاید ولري.

بیا وګورئ: ویډیو: فرانسه کې د مهاجرو لپاره د خیاطۍ ورکشاپ

«ناوړه اداري چلند»

په ورته مهال د استراسبورګ د یورومټروپول مرستیاله او د هرکلي کوونکو ښارونو ملي سازمان انویتا غړې ماري دومینیک درېسې د جي ار اس وړاندیزونو ته په اشارې سره وایي چې له پناه غوښتونکو سره ناوړه اداري چلند ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

فرانسوي استازو ژان نویل بارو او ستېلا دیوپون تېره سپټمبر میاشت د فرانسې ملي شورا ته د یو راپور په وړاندې کولو سره د پناه غوښتونکو پر وضعیت نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې فرانسه کې د مسلکي ادغام زمینه ورته نه ده برابره شوې.

تر دې دمخه آغلې دیوپون کډوال نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې فرانسه کې د پناه غوښتنې پروسه اوږده ده - لږترلږه ۱۲ میاشتې - نو ځکه مهاجر له ستونزو سره مخ کېږي. په وینا یې یو المانی راپور ښيي هغو پناه غوښتونکو چې دغه هیواد ته تر رسېدو وروسته یې کار ته لاسرسی موندلی په اوږدمهال کې د کار په بازار کې ادغام او پاتې کېږي.

نوموړې زیاته کړې وه هر څومره چې د ژبې د زدکړې او د کار موندلو وخت وځنډېږي، مهاجر همدومره له ستونزو سره مخ کېږي.

 

نورې ليکنې