يسرا مارديني په ۲۰۱۶ کال هم په اولمپيک سياليو کي برخ اخيستې وه | Credit: imago images / Xinhua
يسرا مارديني په ۲۰۱۶ کال هم په اولمپيک سياليو کي برخ اخيستې وه | Credit: imago images / Xinhua

د آلمان د لامبو وهلو د سپورټ سراتحاديې دوو سوريايي لامبو وهونکو مهاجرو ته دعوت ورکړی چي ورسره يوځای د اولمپيک غوراوي کي ګډون وکړي.

د لامبو وهلو د سپورټ د آلمان سراتحادیې (DSV) په دغه هيواد کي مهاجر دوو سوريايي لامبو وهونکو ته دعوت وکړی چي د آلمانۍ ډلي سره يوځای د اولمپيک له پاره د غوراوي په لامبو وهنه کي ګډون وکړي. سوريايي ښځينه لامبو وهونکي يسرا مارديني او نرينه لامبو وهونکي ته دعوت ورکول سوی چي په اولمپيک لوبو کي د مهاجرو ټيم ته ځان کانديد کړي. 

د غوراوي يادي سيالۍ به دغه اونۍ په برلين کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۱۶مه) پيل سي او درې ورځي به جريان ولري. سوريايي لامبو وهونکي به د آلماني لوبغاړو سره سيالي نه کوي بلکه هغوی به خپل ځان د اولمپيک و کمېټې ته ورپېژني او ورته خپل سپورټ به ښيي. د اولمپيک دوبنۍ سيالۍ به سږ کال د جولای په ۲۳مه نېټه پېل سي او د اګست تر ۸مې نېټي به دوام ولري.

د اولمپيک د نړيوالي کمېټې رئيس، توماس باخ ويلي چي د مهاجرو د لوبغاړو ډله دا روښانه کوي چي هغوی نه يوازي د ټولنې برخه دي بلکه د ټولنې د غنی سبب دي. نوموړي ويلي چي د آلمان د ډلې له خوا و سوريايي مهاجر لامبو وهونکو ته دغه دعوت ستايي او ورته د آلمان له خوا د مهاجرو سره د پېوستون په سترګه ګوري.

د اولمپيک کمېټه په دغو سياليو کي د مهاجرو ټيم په انفرادي توګه ټاکي. مهاجر لوبغاړي او ورزشکاران مکلف نه دي چي يو شمير هغه اولمپيک نورمونه مراعت کړي چي عادي لوبغاړي په مکلف وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې