د بوسنيا او کور واسيا پوله
Photo: AP Photo/Kemal Softic
د بوسنيا او کور واسيا پوله Photo: AP Photo/Kemal Softic

د بشري حقونو او مرستندويه سازمانونه تور لګوي چي په کروشيا کي د اروپا پر باندنيو پولو پوليس په تاوتريخوالي سره مهاجر شاته تمبوي او حقونه يې نقضوي.

په آلمان کي د پروتستانت کليسا استازو په مجازي توګه په کروشيا/کورواسيا کي د مهاجرو له وضعيت څخه جاج اخيستی دی. د ويډيويي کانفرانس په مرسته د مهاجرو د خراب وضعيت له جاج اخيستنې وروسته دغو استازو د بشري حقونو او مرستندويه سازمانونو هغه معلومات تائيد کړي دي چي له مخي يې مهاجر په خراب وضعيت کي قرار لري. دغو استازو د بشري حقونو د مدافعينو سره په همږغۍ غوښتنه کړې ده چي اروپا بايد ژر تر ژره د دغو مهاجرو د خراب وضعيت د بدلولو له پاره اقدامات وکړي او ورته مرستي ورسوي.

د کاتوليکي کليسا استازو ويلي چي مهاجر اړ دي د اروپايي اتحادیې پر باندنۍ پوله په کو ر واسيا کي په سخت يخ کي شپې سبا کړي. هغوی ويلي چي په دغو سيمو کي د شپې پر وخت د تودوښي درجې تر صفر څخه کښته کيږي او مهاجري کورنۍ مجبوره دي چي په باد او باران کي په کږديو کي واوسيږي. 

دغو استازو ويلي چي داسي نارينه مهاجر يې وليدل چي و اروپايي اتحاديې ته د رسېدلو په هڅه کي يې پښتۍ ماتي سوي دي. د کاتوليکي خبري آژانس د راپور له مخي د آلماني پروتستانت کليسا استازو ويلي چي پر پوله داسي دراماتيکه صحنې تر سترګو کيږي چي په هکله يې په رسنيو او عامه معلوماتو کي انعکاس کم دی.

يادو استازو د «بروت فيور دي وېلت»، «دياکوني» او د «کاتاستروفن هيلفه» سازمانونو د استازو سره د اپريل په پېل کي په مجازي توګه پر انټرنټ کانفرانس ولرلی. هغوی په ګډه په «مجازي توګه» د بالقان سيمي سفر وکړ. په دې ترڅ کي د بشري حقونو مدافعينو د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو په بالقان کي د مهاجرو د ستونزو په هکله معلومات ورکړل او د سترګو ليدلی حال يې بيان کړ.

د دغه آنلاين غونډي يوه له مرکزي موضوعاتو څخه «پر پوله د مهاجرو غير قانوني بېرته شاته شړل» وه. په دې ترڅ کي معلومات وړاندي کړل سول چي يو شمير مهاجر چي له بوسنيا څخه کور واسيا ته ځان رسوي، د کورواسي پوليسو له خوا په تاوتريخوالي بېرته بوسنيا ته شړل کيږي. ويل سوي چي يو شمير مهاجر سته چي تر پنځوس ځله څخه زيات واري له کور واسيا څخه و بوسنيا ته شړل سوي دي. دا د هغه باوجوده چي ډاکټري او مرستندويي کريستينه هيلڅ په وينا يو شمير دغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتلو هيله هم څرګنده کړې وه. ياده ډاکټره د بوسنيا په شمال کي د مهاجرو طبي مراقبت کوي او د وضعي په هکله يې غونډي ته معلومات وړاندي کړل.

غونډي ته وويل سول چي پوليس له مهاجرو څخه د هغوی موبايل تليفونونه، پيسې او ټول اسناد اخلي او په وهلو ټکولو يې بېرته بوسنيا ته شړي. کريستينه هيلڅ وويل چي د څلورو مياشتو يو ماشوم يې وليد چي ورباندي د اوښکي بهيونکی ګاز وکارول سو. هغې د ماشومانو او د مېرمنو د «شکنجې» څخه خبره وکړه. هغه وايي چي د داسي نارينه مهاجرو طبي مراقبت يې کړی چي سر يې مات سوی، يا يې پښتۍ ماتي سوي او يا يې حتی د سر کوپړۍ ماته سوې وه.

په زغرب کي د سولي د څېړنو له مرکز څخه د حقوقي چارو کارپوهي، انتونيا پيندوليچ هم د آلمانۍ ډاکټري د معلومات تائيد وکړ. د هغې په وينا د مهاجرو په وړاندي د بشري حقونو د نقض دغه پروسه د تيرو پنځو کالو راهيسي ادامه لري. د هغې په وينا دغه پيښي په زياته د بوسنيا او کور واسيا پر پوله رامنځته کيږي. د هغې په وينا البته په کورواسيا دننه او په همدې شان په سلووينيا او اتريش کي هم داسي پيښي کيږي. د هغې په وينا قربانيانو ورته د وهلو ټکولو، خپلسري نيونو، برېښنايي شاکونو او شکنجو څخه راپورونه ورکړي دي. د دغې حقوقي کارپوهي په وينا بعضو پوليسو ورته ويلي چي هغوی صرف ورته راغلي هدايات عملي کوي. د هغې په وينا که څه چي په زرونو پيښي سوي خو مسؤل کسان نه تعقيب کيږي.

انتونيا پيندوليچ د مهاجرو د بشري حقونو په نقض کي اروپايي اتحاديه هم پړنه وبلله ځکه چي په ۲۰۱۵ کال د مهاجرت د بحران د پيل راهيسي لا اروپايي اتحاديې د پناه غوښتني خپل نظام نه دی اصلاح کړی.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App