آلمان څخه د افغان کډوالو ایستل. انځور:آرشیف
آلمان څخه د افغان کډوالو ایستل. انځور:آرشیف

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته آلمان کې د کډوالۍ د ملاتړ یو شمیرسازمانونه د افغان کډوالو د اخراج د درولو غوښتنه کړې.

د کډوالۍ د ملاتړ سازمان « پرو ازول» له افغانستان څخه د آمریکا او ناټو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم له آلمان څخه د افغان کډوالو د اخراج د درلو غوښتنه کړې.

یاد سازمان تیره پنجشنبه د اپریل په ۱۵ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د آلمان فدرالي حکومت او ایالتونه يي باید د قانون له مخې د اخراج د درې میاشتینۍ ممنوعیت مسولیت پر غاړه واخلي او ورسته بیا د جون میاشتې د کورنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د اخراج د درلو په اړه یوې عمومي هوکړې ته ورسیږي.

پر دې سربیره « پرو ازول» د آلمان د کورنیو چارو وزارت او د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د آلمان فدرالي ادارې ( بامف) څخه غوښتي چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه دې سمدستي یوه ارزونه ترسره کړي.

 د «پرو ازول» د سازمان رییس ګونتر بردکهارد بامف ادارې هغه استدلال نه مني چې په افغانستان کې امنې سیمې شتون لري او اخراج شوي کډوال کولای شي هلته ژوند وکړي. نوموړی په دې اړه وايي:« هغه خلک چې د زورونې او شکنجې له ګواښ سره مخامخ دي، محافظت ته اړتیا لري او نور باید دوې په داسې غیر واقعي استدلال چې افغانستان کې امنې سیمې شتون لري رد نه شي.»

نور ولولئ: له آلمانه اخراج سوي افغان مهاجر کابل ته ورسېدل

د امریکا متحده ایالات او ناټو سازمان چې المان يي غړی دی اعلان کړی چې د روان کال د می له میاشتې څخه به له افغانساتان څخه د خپلو پوځونو د ایستلو پروسه پیل کړي. په دې سره به په افغانستان کې د ناټو ۲۰ کلن پوځي ماموریت پای ته ورسیږي.

 

نورې ليکنې