د الباني او یونان د پولې ترمنځ د پولیسو عملیات.انځور: DW/A. Topi
د الباني او یونان د پولې ترمنځ د پولیسو عملیات.انځور: DW/A. Topi

د یونان پولیسو د شنبې په ورځ د کډوالو د قاچاق هغه فعاله شبکه له منځه وړې چې کډوال يي له پولې اوښتو ته اړ ایستل. قاچاقچیانو دوه تنه کډوال هم له ځان سره نیولي و چې غوښتل يي د شکنجې په زور ور څخه د پیسو غوښتنه کوله.

د آتن خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۱۸مه خبر ورکړ چې د یونان په شمال کې پولیسو د کډوالو د قاچاق هغه ډله نیولې چې یونان او بیا له دغه ځایه نورو هیوادونو ته د کډوالو د لیږد مسولیت درلود. د قاچاقچیانو دغه ډله دوه تنه له ځان سره نیولي و او غوښتل يي چې په زوره ترې پیسې واخلي.

د روان میلادي کال د مارچ او اپریل ترمنځ، د قاچاقچیانو د دغې شبکې په مرسته ۲۲ تنه کډوال له پولې اوښتې دي.

نور ولولئ: لیون: محکمې لس انساني قاچاق وړونکي په بند محکوم کړل

آتن خبري آژانس ویلي چې پولیسو د شنبې په ورځ د عملیاتو په ترڅ کې، ۱۳ تنه بهرنیان چې عمرونه يي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو پورې و نیولي. په نیول شویو کسانو کې یو ۲۰ کلن ځوان هم شامل دی چې ویل کیږي د یادې شبکې مشري يي کوله.

منظمه شکنجه

پولیسو همدارنګه دوه کډوال چې ۱۶ او ۲۱ کاله عمر لري، له سیمې څخه نیولي دي. دوې په یوه کوټه کې بندیان شوي ول او قاچاقچیانو د دوې له کورنیو پیسې غوښتل. له دغو نیول شو کسانو یو تن ادعا کړې چې پرې د جنسي تیري هڅه کیدله او په منظم ډول شکنجې سره مخامخ و.

د پولیسو د علمیاتو په ترڅ کې له سیمې څخه برقي لرګي، ډنډې، اسناد او پنځه موټر چې د کډالو په شکنجه او لیږد کې ترې ګټه اخیستل کیده موندل شوي دي.

 

نورې ليکنې