مدافع وکیل نیکولا کوواسویچ ، چې د 17 افغان کډوالو استازیتوب یې کاوه ، جرمني کې له حمید احمدي سره د ترجمان په مرسته خبرې کوي. انځور: اسوشیتید پرس
مدافع وکیل نیکولا کوواسویچ ، چې د 17 افغان کډوالو استازیتوب یې کاوه ، جرمني کې له حمید احمدي سره د ترجمان په مرسته خبرې کوي. انځور: اسوشیتید پرس

حمید احمدي د هغو افغان کډوالو له ډلې څخه یو دی چې څلور کاله وړاندې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ میاشت کې د سربیا د پولیسو له زور زیاتي سره مخامخ شوی و. دغې ډلې فکر کاوه چې دوې به د کډوالو یو کمپ ته یو وړل شي، خو د سربیا پولیسو دوې د بلغاریا پولې ته نږدې په ځنګل کې خوشي کړل.

حمید احمدي لاهم د یادې دردناکې پیښې احساس له ځان سره لري. د سربیا پولیسو نوموړی له ۱۲ نور افغانانو سره یو ځای په ځنګل کې پریښود.

احمدي چې د دغې دردناکې پیښې پر مهال ۱۷ کلن و اوس په آلمان کې ژوند کوي. هغه د اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل:« تر څو چې ژوندی یم هغه حالت مې له یاده نه وځي». نوموړی وايي« حتی د ښه او با ثباته ژوند له یوې مودې وروسته نه شم کولای هغه سخت حالت هیر کړم.»

له دغو افغان کډوالو سره چې غوښتل يي ځانونه غربي اروپا ته ورسوي، د سربیا د پولیسو د تاوتریخوالي دا لومړنی بلیګه نه ده بلکه د اروپا پر پولو له کډوالو سره ډیرې داسې ناوړه پیښې ترسره شوې دي چې دا يي یوازې یوه بیلګه ده. اما د نور تاوتریخوالو خلاف داځل کډوال په محکمه کې د پولیسو پر وړاندې بری ترلاسه کوي او د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ میاشت کې د سربیا په ستره محکمه کې افغان کډوال بریالي کیږي.

نور ولولئ: بوسنیا: د مهاجرو مدافع بنسټونه د کرواسيا د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی غندي

د ډسبر په میاشت کې د بالکان محکمې، سرحدي پولیس د کډوالو په اخراج او د دوې د بشري حقونو د سرغړونې له امله ګرم وبلل. محکمې د سربیا چارواکو ته امر وکړ چې د دغې ډلې ۱۷ تنه کډوالو هر یو ته ۱۰۰۰ یورو تاوان ورکړي.

د بلګراد یو وکیل نیکولا کوواسویچ چې په دغه قضیه کې د کډوالو وکالت کوي، اسوشییتید پرس آژانس ته ویلي چې د سربیا لپاره د محکمې دغه حکم یو بل پیغام لري. نوموړی وايي« دا ایالتي چارواکو ته یو روښانه پیغام ورکوي تر څو د نړیوالو او داخلي قوانیو سره سم خپل سرحدي اقدامات ترسره کړي.»

د محکمې دغه پریکړه په رسمي ډول داتاییدوي چې اروپا کې ځیني هیوادونه پرته له دې چې د کډوالو د پناه غوښتنې دوسیې و څیړي، نورو هیوادونو ته يي په زوره شاتګ ( Pushbacks ) ته مجبوري او دا د اروپايي ټولنې او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده. محکمې په خپل حکم کې دا کار ممنوع وبلل.

د بالکان پر لار د اروپايي هیوادونو پر پولو له جګړې او فقر تښتیدلي کډوال په کلونو او میاشتو د سړکونو پر غاړه سختو شرایطو کې وخت تیروي. دوې د انساني قاچاقچیانو د لاس آله ګرځي او هڅه کوي چې له پولو واوړي خو د پولیسو له خوا په زور په شا ټمبول کیږي.

د بشري حقونو د ملاتړ سازمانونه څو ځلې په دې اړه کلکه نیوکه کړې او له اړوندو دولتونو غوښتي چې د نړیوالو قوانیو پر بنسټ دې د کډوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

بوسنیا کې ملګري ملتونه او نورې اړونده ادارې په روانه میاشت کې د کروشیا او بوسنیا پر پوله د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي او په زوره د دوې د شاټمبولو پر وړاندې د بیړنۍ اقدام غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمیرو له مخې تیرکال ۲۵۱۸۰ تنه له کروشیا، بوسنیا، هنګري او رومانیا څخه بیرته سربیا ته اړول شوي دي.

سربیا کې د کډوالو وکیل کوواسویچ وايي چې د اروپايي ټولنې او ترکیې د ۲۰۱۶ کال له توافق وروسته، اروپا ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د دوې ډله ایز اخراج په یو عادي کار بدل شوی.

نوموړی وايي:« ټولو سرحدونو په ډله ایز اخراج کې د بندیز سیستمایتک سرغړونې ترسره کوي.» هغه وايي چې د محکمې له دغې پریکړې سره اوس لږ تر لږه دغه سرغړونې نه یوازې د غیر دولتي سازمانونو بلکه د بشري حقونو د یو ستر دولتي بنسټ لخوا و منل شو.

د زور زیاتۍ د هر ډول شواهدو د پټولو لپاره د سرحدي پولیس لخوا د کډوالو ټیلفونونه او اسناد کنټرولیږي. خو د احمدي او نورو کډوالو د قضيي په اړه د دوې وکیل وویل چې د سربیا پولیسو د تاوتریخوالي شواهد له دوې سره پاتې ول.

احمدي د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ میاشتې د پیښې په اړه اسوشیتید پرس آژانس ته وویل، خوشحاله وم چې له ترکیې او بلغاریا څخه له یو اوږد سفر وروسته د سربیا د پناه غوښتنې یو کمپ کې ځای پر ځای کیږم. تمه وه چې د سرحدي پولیسو په موټر کې احمدي او نور کډوال کمپ ته واستول شي خو احمدي وايي یو ساعت وروسته پوه شوم چې څخه ستونزه شته. هغه وايي کله چې پولیسو په ځنګل کې خوشي کړو، ناهیلي شوم او د خپلې کورنۍ په فکر کې شوم.

په تپه تیاره او سړه هوا کې دغه کډوال بلغاریا لورې ته روانیږي چې د سرحدي پولیسو سره مخامخ کیږي. نوموړی په سربیا کې یو ترجمان ته ټیلفون کوي چې دغه ترجمان بیا د کډوالو د حقونو فعالانو ته په سربیا او بلغاریا کې خبر ورکوي.

نور ولولئ: د بخښنې نړیوال سازمان کروشیا د کډوالو په شکنجه کولو تورنوي

مخکې له دې چې دغه افغان کډوال بیرته سربیا ته واستول شي او بیا د لویدیځې اروپا پر لور حرکت وکړي ځیني يي د ورځو او ځیني نور بیا د ډیرې مودې لپاره د بلغاریا د کډوالو په کمپونو کې شپې او ورځې سبا کولې.

له یادې پیښې څلور کاله وروسته اوس کوواسویچ هڅه کوي چې له ټولو دغو افغان کډوالو سره اړیکه و نیسي خو هغوې د فرانسې او بوسنیا په ګډون بیلابیلو اروپايي هیوادونو ته تللي دي. د کرونا ویروس خپریدل دغه چاره لا ټکنۍ کړې. د کډوالو دغه وکیل په خوشحالۍ سره وايي « لږ وخت نیسي خو مونږ به خپلې پایلې ته ورسیږو.»

احمدي ته پنځه میاشتې وړاندې په جرمنې کې پناه ورکړل شوې. هغه هیله لري چې د تاوان د پیسو له ترلاسه کولو سره خپلې میرمنې سره یوځای په راوپا کې یو نوی ژوند پیل کړي. هغه مخکې له دې چې کار وکړي اوسمهال ژبه زده کوي.

احمدي وویل :« دغه پیسې ما ته ډیر څه دي او د خپل کور لپاره پرې د خوب تخت او ځیني توکي اخلم.» 

 

نورې ليکنې

Webpack App