پاریس کې کم عمره کډوال ماشومان چې د عمر د ارزونې مرکز مخې ته راټول شوي. انځور:کډوال نیوز
پاریس کې کم عمره کډوال ماشومان چې د عمر د ارزونې مرکز مخې ته راټول شوي. انځور:کډوال نیوز

د یوه راپور له مخې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ له ۱۸ زرو ډیر ماشومان او کم عمره کډوال اروپا ته له رسیدو وروسته لادرکه شوي دي. د دغو لادرکه کډوالو ډیره برخه افغان ماشومان دي.

دغه معلومات «اروپا کې ورک شوي» یا د Lost in Europe یوې پروژې د څیړنې له مخې برابر شوي دي. په څیړنه کې له ۳۰ اروپايي هیوادونو څخه معلومات او شواهد راټول شوي چې په پایله کې دریو کلونو راپور د مارچ په میاشت کې وړاندې شو. یاد راپور د دې ښودنه کوي چې ۱۸۲۹۲ بې سرپرسته ماشومان او کم عمره کډوال اروپا ته له رسیدو وروسته له مسولینو څخه لادرکه شوې دي.

راپور کې راغلي چې دغه ماشومان د کډوالۍ له د هرکلي له مرکزونو څخه لادرکه شوي چې ښايي ځینې يي بیرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې وي او یا هم د قاچاق وړونکو لاسونو ته لویدلي وي.

ایټالیا، بلجیم، یونان او هسپانیه هغه هیوادونو دي چې تر ټولو ډیر په کې د نادرکه کډوالو شمیر ثبت شوی دی. د راپور له مخې ۵۷۷۵ تنه له ایټالیا، ۲۶۴۲ له بلجیم، ۲۱۱۸ له یونان او ۱۸۸۹ له هسپانیې څخه لادرکه شوې دي.

فرانسه، بریتانیا او رومانیا هغه هیوادونه دي چې په کې د ورک شویو ماشومانو شمیر نه دي ثبت شوي.

 

نورې ليکنې