د اوفي ( ADA) کارت له لارې پناه غوښتونکو سره دولت د میاشتې نږدې ۵۰۰ یورو مرسته کوي. انځور: مهدي
د اوفي ( ADA) کارت له لارې پناه غوښتونکو سره دولت د میاشتې نږدې ۵۰۰ یورو مرسته کوي. انځور: مهدي

د فرانسې پولیسو پاریس ته نږدې د ناقانونه کډوالو دوه اوکرایني او مالدیفي شبکې نیولي چې د سلګونه پناه غوښتونکو له میاشتینۍ دولتي مرستو څخه يي شاوخوا یو میلیون یورو غلا کړي و.

چارواکي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ناقانونه کډوالو دغه دوه شبکې يي تیره اونۍ پاریس ته نږدې د « سن ا مارن» په سیمه کې وروسته له هغه و نیول چې د پناه غوښتونکو سره د دولت د نغدي مرستو د کارتونو ( ADA ) څخه يي شاوخوا یو میلیون یورو غلا کړې و.

له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې ادارې (Ocriest) د یو تحقیق په پایله کې چې د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې پیل شوی و، ویل شوي:« تیرو دوو کلونو کې د او کرایني او مالدیفي اتباعو له خوا په غیر عادي ډول پاریس ته نږدې د « سن ا مارن» په سیمه کې د پناه غوښتنه ترسره کیده.»

نیول شویو کسانو کې ۶ تنه يي د اوکراین او ۳ تنه نور يي د مالدیف اوسیدونکي دي.

د پیسو د غلا ساده خو اغیزمنه لاره

د ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې رییس اګزاویه دلریو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، نیول شوي کډوال د پیسو څخه د سو استفادې لپاره « ساده خو اغیزمن» لاره انتخاب کړې وه. دغو ډلو د واکراین او مالدیف وګړي چې په فرانسه کې د آرام ژوند د موندلو په لټه کې و،د بسونو له لارې فرانسې ته راوړل او د « سن ا مارن» سیمه کې د ګودامونو او فابریکو په وړو کوټو کې يي ځای پر ځای کول.

د قاچاق وړونکو دغه دوه ډلې د «امرینیول» او «دماري له لیس» په سیمو کې ډیرې فعالې وې. دا د فرانسې هغه سیمې دي چې ډیرۍ اوکرایني او مالدیفي وګړي په کې میشت دي. هغوی کډوالو ته ټیلفونونه ورکول او د پناه اخیستلو په ثبت کې ور سره مرسته کوله. هر پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې له ثبت وروسته د میاشتۍ ۴۲۰ یورو مرسته لاسته راوړلای شي. د قاچاقچیانو دغه دوه شبکې د پناه غوښتونکو د پناه له ثبت وروسته،کډوال بیرته اوکراین او مالدیف ته استول تر څو د پناه غوښتنې میاشتینې مرستې دوې خپله ترلاسه کړي.

لسو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه یورو غلا

اګزاویه دلریو اټکل کوي چې په تیرو لسو میاشتو د پلټنو په پایله کې دوې و موندله چې یادې شبکې د ۵۰۰، د اوفي (ADA ) له کارتونو څخه د ۱ څخه تر ۱،۲ میلیونه یورو پیسې ترلاسه کړي دي.

نور ولولئ: فرانسه: د پناه غوښتونکو په بانکي کارتونو کې بدلونونه

یاده ډله د دغو پیسو یو برخه په فرانسه کې مصرفوله او یوه برخه يي هم د وسټرن یونیون او مني ګرام شرکتونو له لارې اوکران او مالدیف ته استول. پولیسو د دوشنبې په ورځ اوکراین کې هم عملیات ترسره کړ چې په پایله کې يي ۸ کسان و نیول.

فرانسې ته له رارسیدو وروسته هغه خلک چې غواړي د پناه غوښتنه وکړي نو د پناه غوښتونکو له نغدي مرستو ( ADA ) څخه برخمن کیږي چې د دغو مرستو کچه د کورنۍ د وضعیت او افرادو ته په پام سره توپیر لري. یو مجرد کس سره د ورځې ۶.۸۰ یورو مرسته کیږي چې دا د میاشتي شاوخوا ۱۹۰ یورو کیږي. د یوې جوړې لپاره چې دوه اولادونه ولري د ورځې شاوخوا ۱۷ یورو مرسته کیږي چې د میاشتي ۴۷۶ یور کیږي.

د ۲۰۱۹ کال راهیسې د اوفي كارت ( ADA ) له لارې پناه غوښتونکي یوازې کولای شي خریداري وکړي او نه شي کولای چې ترې نغدې پیسې و باسي.

 

نورې ليکنې