په مرکزي مدیترانه کې د لیبیا کډوال غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي.انځور: SOS MEDITERRANEE
په مرکزي مدیترانه کې د لیبیا کډوال غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي.انځور: SOS MEDITERRANEE

د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتلو آژانس ( فرانتکس) وايي چې د روان میلادي کال په دریو میاشتو کې اروپا ته په ناقانونه ډول د کډوالو د تګ کچه، د تیر کال د همدغې مودې په پرته راټیټه شوې ده. د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د مارچ تر پایه، داروپا په سرحدونو کې ۲۴ زره کډوال ثبت شوي دي.

« فرانتکس» د دوشنې په ورځ د وارسا په ښار کې اعلان وکړ چې د دوې موندنې ښيي چې تیرو دریو میاشتو کې د تیر کال د همدغې مودې په پرتله د ناقانونه کډوالۍ کچه ۷ سلنه راټیټه شوې ده.

فرانتکس د کډوالۍ د کچې د راټیټیدو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې په تیرو دریو میاشتو کې ۳۳۲۲ تنه د ترکیې له لارې یونان خاورې ته د ننه شوي دي چې دا شمیرې د ۲۰۲۰ کال د دریو میاشتو په پرته ۷۰ سلنه ټیټوالی ښيي.

د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د لویدیځې مدیتراني له لارې په ناقانونه ډول د کډوالو د ننوتلو ۲۶۱۵ قضيي ثبت شوي دي چې ۱۲ سلنه ټیټوالی ښيي. خو په ورته وخت کې بیا د هغو کسانو شمیر چې د مرکزي مدیترانې له لارې اروپا او مالتا ته د ننه شوي، په تیرو دریو میاشتو کې دوه برابره ډیر شوي دي. په یاده سیمه کې په ناقانونه ډول د ننوتلو ۸۸۴۵ پیښې ثبت شوې دي.

له دې ټولو سره، د لویدځ بالکان پر لار د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د کډوالو په شمیر کې ځانګړی بدلون نه دی رامنځ ته شوی. خو د روان کال له جنورۍ نه د مارچ تر پایه شاوخوا ۶۰۰۰ د ننوتلو غیر قانوني پیښې ثبت شوې دي چې تقریبا د تیرکال همدغې مودې سره مشابهت لري.

 

نورې ليکنې