د کندوز آرشيف انځور | Photo: DW/H. Sirat
د کندوز آرشيف انځور | Photo: DW/H. Sirat

د یو راپور له مخې د آلمان حکومت هغو ۵۲۰ افغانانو ته چې په افغانستان کي يې د دوې له پوځیانو سره همکاري کړې ده، آلمان ته د راتلو امکان برابروي. دوې کولای شي چې خپلې میرمنې او کوچنې ماشومان هم آلمان له ځان سره یوسي.

د چهار شنبې په ورځ د آلمان یوې رسنيزي ډلې «ريداکسيونس نيڅوېرک دويچلاند» د راپور په یوه برخه کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د یو ویاند له خولې لیکلي: « د ګواښ په صورت کي به د امنیتي چارواکو له خوا د دوې د دوسیې له ارزولو وروسته، دوې او د دوی نژدې کورنيو ته د راتلو امکان برابر کړل شي.»

له نژدې کورنۍ څخه د آلماني پوځ د افغان همکارانو ازواج او ټول ناواده شوي نابالغ اولادونه عبارت دي.

د پناه غوښتوکو د ملاتړ د سازمان «پرو ازيول» رئيس، ګيونتر بورکهاردت خبرداری ورکړی چي دغه افغان همکاران بايد په چټکه او ساده ډول آلمان ته راوستل شي. د هغه په وينا دا چي هغوی د آلماني پوځ سره ګډ کار کړی دی، نو تر کلونو پوري ښايي هغوی ته په افغانستان کې امنيتي ګواښ موجود وي او «هغوی تر تعقيب لاندي پاته شي.»

د آلمان د دفاعي چارو وزيره، انه ګرېټ کرامپ کارنباور تيره اونۍ افغانستان ته تللې وه او هلته يې له آلماني پوځ څخه ليدنه وکړه. هغې د آلماني پوځ د ځايي همکارانو په هکله ويلي ول: «موږ د داسي کسانو په هکله خبره کوو چي په تيرو کالونو کي يې د خپل ځان او خپل امنيت په ګواښ کي اچولو په قيمت زموږ سره په مبارزه کي خپله شخصي ونډه اخيستې ده.»

د يادي آلمانۍ وزيري په وينا آلمان لوی مسؤليت لري چي دغه انسانان یوازې په خطر کې پرینږدي.

د آلماني چارواکو دغه څرګندوني وروسته له هغه کیږي چې آمریکا او ناټو له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د وتلو پریکړه وکړه. د آلمان پوځیان د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان په مزار شريف او کندوز ولایتونو کي ماموريت لرلي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې