له یونان څخه آلمان ته رسیدلي کډوال. انځور: Picture-alliance
له یونان څخه آلمان ته رسیدلي کډوال. انځور: Picture-alliance

پرو ازيول مرستندويه سازمان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته غوښتنه کړې ده چي له آلمان څخه دي د افغانانو اخراج و درول شي.

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پر ازيول رییس ګيونتر بورکهاردت د چهار شنبې په ورځ د اپريل په ۲۱مه د آلمان رسنيزي ډلې «ريداکسيون نيڅوېرک دويچلاند» ته ویلي چې په ژر تر ژره دې له آلمان څخه د افغان کډوالو ایستل و درول شي. یاد سازمان له دې وړاندې هم څو خلې دغه غوښتنه کړې وه.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي بورکهاردت په دې برخه کې د خپل پیاوړي دریځ لامل له افغانستان څخه تر ۱۱ د سپتمبر پورې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل بولي. نوموړي ويلي دي چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به امنيتي وضعه د طالبانو په ګټه تمامه شي. د هغه په وينا طالبان د واک لاسته راوړلو ته نږدي شوې دي.

بورکهاردت د پناه غوښتني او مهاجرت له پاره د آلمان پر ځانګړي فدرالي ادارې بامف هم غږ کړی چې د افغان پناه غوښتونکو د قبولۍ په پروسه کي دي د افغانانو په حق کي مثبت تغيرات راوستل شي. نوموړي د بامف پر اوسنۍ پاليسي د نیوکې ترڅنګ ویلي چي «دمګړی په افغانستان کي هيڅ باامنه سیمه نشته.» آلمان څخه ډیری افغانان له دې امله اخراج شوي چې په افغانستان کې امنې سیمې شتون لري او دغه کسان کولای شي هلته خوندي ژوند ولري.

نور ولولئ: د بهرنیو ځواکونو وتل او له آلمان څخه د افغانانو د اخراج د درلو غوښتنې

د پرو ازيول رئيس زياته کړې ده چي د رد شوو افغان پناه غوښتونکو له خوا چي کومي حقوقي غوښتنې شوي، له هغوی څخه د ۶۰ سلنې په فيصلو کي راغلي چي دغه کسان د افغانستان نورو امنو سيمو ته نه شي تللای ځکه چي دا ډول امن سيمي وجود نه لري.

د بامف ادارې د معلوماتو پر اساس په آلمان کي دمګړی ۲۷۸ زره افغانان ژوند کوي. د دغه ادارې په وينا له ياد شمير کسانو څخه يې ۳۰ زره داسي کسان دي چي له آلمان څخه په وتلو مکلف کړل شوي دي. له دغو څخه بيا ۲۷ زره داسي دي چي د دولدونګ په نوم سند لري. دولدونګ هغو کسانو ته ورکول کيږي چي په اصل کي خو بايد له آلمان څخه ووځي خو د بيلو لاملونو له کبله يې لا اخراج نه وي عملي شوي. زیاته شوې چي ۳۰۱۱ افغانان داسي دي چي دولدونګ هم نه لري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې