د دنمارک لومړۍ وزيره، مېته فرېدريکسون  Photo: EPA/LISELOTTE SABROE
د دنمارک لومړۍ وزيره، مېته فرېدريکسون Photo: EPA/LISELOTTE SABROE

دنمارک چې په اروپا کې د مهاجرت د سختو قوانیو درلودونکی هیواد بلل کیږي، اعلان کړی چې بهرنيانو ته به د تابعیت ورکول نور هم سخت کړي. ویل شوې له دې وروسته به هغه کسانو ته دنمارکي تابعيت نه ورکول کيږي چي په جرمونو تورن وي.

د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۰ مه خبر ورکړ چې د تابعيت په تړاو دغه نوي شرايط د سوسيال دموکرات ګوند د حکومت او د اپوزيسيون د دریو ښې اړخو ګوندونو تر منځ د يو جوړ جاړي وروسته رامنځته کيږي.

د تابعيت له پاره د نوو شرايطو په ترڅ کي به د ډنمارکي تابعيت غوښتونکي بهرنيان مکلف وي چي خپل داسي سوانح اثبات کړي چي هيڅکله هم ورباندي د جرم تور نه وي لګول شوي. د شرايطو له مخي پر دغو کسانو حتی داسي تورونه هم نه وي لګول شوي چي وروسته بيرته اخيستل شوي وي. د دې تر څنګ به د تابعيت غوښتونکی مکلف وي چي دا ثابته کړي چي په تيرو څلورو کالو کي يې حداقل درې نيم کاله خپل ځان په اقتصادي توګه خپله چلولی وي او په دې وخت کي يې هيڅ ټولنيزي مرستي نه وي اخيستي.

د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د جوړجاړي په متن کي راغلي دي چي يو چا ته د دنمارکي تابعيت ورکول د دغه هيواد د ټولنې له خوا د باور يو اعلان دی. د مهاجرت له پاره د دنمارک وزارت په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي حکومت او د حزب اختلاف ګوندونو د ياد دليل پر اساس پر دې توافق کړی دی چي د ډنمارکي تابعيت د په لاسته راوړلو شرايط لا سخت کړل شي.

دغه تفاهم چي د لومړۍ وزيرې، مېته فرېدريکسون له خوا وړاندي شوې پکښي د ډنمارکي تابعيت ورکولو پر وخت پر «ډنمارکي ارزښتونو» د تينګار خبره شوې ده. ويل شوي چي له همدې کبله به له ۲۰۱۵ کال راهيسي د تابعيت ترلاسه کولو په تيوري آزموینه کي پنځه نور داسي سوالونه ور اضافه کړل شي چي د ياد «ارزښتونو» سره تړلي وي. 

د مهاجرت وزير، ماتياس تيسفای و دي ار رسنیو ته ويلي:«موږ غواړو چي په مطلقه توګه په دې هکله ډاډه و اوسو چي داسي چا ته تابعيت ورکوو چي ښه مدغم شوی وي او ټولو حقونو او مکلفيتونو په شمول د ډنمارکي ارزښتونو ته ژمن کس وي.»

د «ډنمارکي ارزښتونو» په هکله ويل شوي چي پکښي آزادي، مساوات او د بيان آزادي شامل موضوعات دي.

د دنمارک هيواد د رسمي ارقامو له مخي د دغه هیواد د ټولو اوسیدونکو ۵،۸ مليونو کسانو څخه ۱۱ سلنه يې بهرنی شاليد لري، له دغه هيواد څخه دباندي زېږېدلي يا يې مور او پلار له هيواد څخه دباندي زېږدلي دي. له ياد شمير ۱۱ سلني بهرنيانو څخه ۵۸ سلنه يې «غير لويديځ» شاليد لري.

۲۰۲۰ کال کې په ډنمارک کې ۷۰۰۰ کسانو د دغه هیواد تابعيت ترلاسه کړ چي پکښي تر نيمايي زيات يې اروپايان ول.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې