افشین سهراب زاده اوس مهال ترکیه کې د پناه غوښتونکو د اخراج پ یو مرکز کې ساتل کیږي. انځور: د افیشین له فیسبوک پاڼې څخه
افشین سهراب زاده اوس مهال ترکیه کې د پناه غوښتونکو د اخراج پ یو مرکز کې ساتل کیږي. انځور: د افیشین له فیسبوک پاڼې څخه

پنځه ایراني فعالان چې د ترکیې پولیسو لخوا په دې وروستو کې نیول شوي، د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي. د دغو ایراني پناه غوښتونکو له ډلې د افشین سهراب زاده میرمن د عدالت غوښتنه کوي.

د بریتانيي ګارډین ورځپاڼې خبر وکړی چې ۳۱ کلن سیاسي فعال افشین سهراب زاده په دې وروستیو کې د ترکیې د «اسکی شهر» په ښار کې د پولیسو لخوا د دغه هیواد ملي امنیت ته د ګواښ په تور و نیول شو. هغه اوس د کډوالو د اخراج په مرکز کې ساتل کیږي.

د دغه کردی ایراني فعال د نیولو په ورځ، څلور نور ایراني پناه غوښتونکي لیلي فراجي، زینب صحافی، اسماعیل فتاحی او محمد پور اکبري هم د پولیسو لخوا و نیول شول. دوې په دې تور نیول شوي دي چې په هغو لاریونونو کې يي برخه اخیستي و چې د ښځو دملاتړ له نړیوال کنوانیسون څخه د ترکیې د وتلو په تړاو شوې وه.

د افشین وکیل ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې ایران ته د اخراج په صورت کې ښايي هغه د اعدام له ګواښ سره مخامخ شي.

افشین ۷ کاله وړاندې د ایران د بیلابیلو ښارونو په زندان کې ساتل کیده چې په ۲۰۱۶ کال کې روغتون ته د تګ پر مهال و تښتید او له خپلې میرمنې سره يي یوځای ترکیې ته پناه یو وړه.

ترکیه کې د ایرانيانو کړاو

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، ترکیه کې ۶۷۰۰۰ ایرانیان میشت دي چې له دې ډلې ۳۹۰۰۰ تنه يي پناه غوښتونکي دي. سلګونه زره ایراني، یوغور، او د ځینو عربي هیوادونو وګړي د ترکیي دولت سره د مخالفت له امله تر فشار لاندې دي.

ترکیه کې میشت ایرانیان وايي چې د تهران او انقرې د پیچلې او نږدې اړیکو له امله د هرې ورځې په تیریدو سره د دوې ویره ډیریږي.

د افشین ۲۸ کلنه میرمن فرشته تاج میري ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:« څو ځلې مونږ د ترکیې پولیسو له زور زیاتي سره مخامخ شوې یو. دوې فکر کوي چې مونږ د ایران دولت جاسوسي کوو.» دغه کورنۍ د پولیسو د برید له امله څو ځلې له یوه ځایه بله ځای ته ګډه کړې.

نور ولوئ: ترکي چارواکو تیرو دوو میاشتو کې له څلور زرو ډیر افغانان نیولي دي

د افشین وکیل محمود کاسان وايي« په ترکیه کې ښايي د قانون حاکمیت وجود ولري خو حقیقت دادی چې ترکیه کې کډوالو ته پرته له دې چې له وړاندې خبر ورکړل شي او قانوني اجراات يي په اړه ترسره شي، ایران ته اخراج کیدای شي.»

دغه وکیل ایران ته د دوې اخراج د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بولي خو وايي« ایران او ترکیې د هغو اتباعو د تبادلې په اړه یوه هوکړه لري چې د کوربه ټولنې لپاره سیاسي او یا امنیتي ګواښ وي.»

 د افشین وکیل وايي چې په ترکیه کې د دغې پنځه کسیزې ډلې د پناه غوښتنې ته پاملرنه نه کیږي. 

د عدالت غوښتنه

د افشین میرمن فرشته تاج میري ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:« مونږ په ترکیه کې آرام ژوند غوره کړی و او قوانینو ته مو درناوی درلود. زمونږ عمده غوښتنه په یو مناسب ځای کې آرام ژوند ترسره کول دي.»

فرشته چې د تیرې سه شنبې په ورځ د ترکیې پلازمینه انقرې ته د ملګرو متلونو دفتر مخې ته تللې او او د خپلې میړه د خوشي کولو غوښتنه يي کوله. په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې نوموړې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته ویلي « دوه ورځې کیږي چې میړه مې د «موغلا» کمپ کې د معدې او پښتورګو سخته ناروغي لري خو تر اوسه هغه ته هیڅ ډول روغتیايي خدمات نه دي وړاندې شوي.»

بل پلو بیا ترکي چارواکي ویلي:« ترکیه هوډ نه لري چې له دغو پنځو تنو څخه یو هم ایران ته اخراج کړي. خو ښايي هغوی دریم هیواد ته واستول شي.»

د دغو کډوالو وکیل ویلي چې هیڅ دریم هیواد لا نه دی مشخص شوی او قضايي چارې لا دوام لري.

فرشته د خپل میړه او کوچني ځوی د راتلونکي په اړه اندیښمنه ده او وايي هر چیرې چې ځم او هرڅه کوم ښايي ونیول شوم.

 

نورې ليکنې