پناه غوښتونکي د بریتانیا جنوب خیتځ د نیپر کمپ کې. جنوري ۲۰۲۱. انځور:AP
پناه غوښتونکي د بریتانیا جنوب خیتځ د نیپر کمپ کې. جنوري ۲۰۲۱. انځور:AP

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سلګونه نور پناه غوښتونکي به د نیپر کمپ په یوه زړه پوځي ودانۍ کې ځای پر ځای کړي. چارواکي وايي چې دغه زړه ودانۍ يي اوس د پناه غوښتونکو له اړتیاوو سره سم چمتو کړې.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس راپور ورکړی چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې راتلونکو اونیو کې د کنت ښار د نیپر د کډوالو کمپ کې د ۳۳۷ تنه نورو پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې ظرفیت لوړ کړي. یاد وزارت ویلي چې له دې سره به سلګونه نوي پناه غوښتونکي هلته ځای پر ځای شي.

اوسمهال د دغه پخوانی پوځي مرکز په ودانۍ کې شاوخوا ۵۰ کډوال میشت دي. په دې وروستیو کې د دغه مرکز له ظرفیت څخه ډیر ۴۰۰ کډوال ځای پر ځای شوي و.

د نیپر د کډوالو مرکز د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر میاشت کې جوړ شوی دی چې د جوړیدو له پیل څخه یاد کمپ د دې له امله تر سختو نیوکو لاندې دی چې د کډوالو لپاره په کې د ژوندانه لازم امکانات برابر نه و. د بریتانیا د پارلمان غړي هم د دغه مرکز د بندولو غوښتنه وکړه. له دې سربیره په کمپ کې میشت کډوال لاریون او د خوړو بندیز وکړ.

د کډوالو په دغه کمپ کې د ځان وژنې څو پیښې خپرې شوې او د کرونا ۲۰۰ مثبتې پیښې هم په کې ثبت شوې دي.

نور ولولئ:بریتانیا: کډوال نه شي کولای د کنت ښار په پوځي مرکز کې پاتې شي

بل پلو بیا د کورنویو چارو وزات یو ویاند رسنیو ته ویلي چې د کمپ د اوسیدونکو او تفتیشانو له نظر سره سم، په کمپ کې ځینې بدلونونه رامنځ ته شوې دي او « پناه غوښتونکي په مناسب او خوندي شرایطو کې خپل ژوند تیروي چې له کرونا ویروس سره مقابلې ته ځواب ویلی شي.»

د کنت انلاین ویب سایت راپور ورکړی چې په مرکز کې د کډوالو د شمیر کمیدل، اونۍ کې دوه ځلې د کورنا آزمایښت، له اورلګیدنې وروسته د پخلنځي جوړول او د روغتیايي کڅوړو ویشل هغه بدلونونه دي چې د کډوالو په دغه مرکز کې رامنځ ته شوې دي.

د (Care4Calais) سازمان بنسټ ایښودونکی اما کالر موزلي باور لري چې له دغو اقداماتو سربیره، د نیپر مرکز د کډوالو لپاره مناسب ځای نه دی. هغه وايي :« دغه مرکز به لږ ترلږه د خوب یو ځای وي او اوسیدونکي به يي د کرونا ویروس له ویرې د خوندیتوب احساس و نه کړي. د تیر په پرتله څه بدلون رامنځ ته شوی؟»

په کمپ کې د یو تن پناه غوښتونکي یک نم په وینا، په یوه کوټه کې شاوخوا ۲۰ تنه ژوند کوي. کالر موزلي وايي: « مونږ هغو چارواکو ته اړتیا لرو چې له پناه غوښتونکو سره په درنښت چلند وکړي.»

 

نورې ليکنې