له اروپا څخه یو شمیر افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسیدل.د آرشیف انځور. کریډټ: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت.
له اروپا څخه یو شمیر افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسیدل.د آرشیف انځور. کریډټ: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، افغان چارواکي پر اروپايي هیوادونه غږ کوي چې پر افغان کډوالو داسې فشار را نه وستل شي چې دوې په اجباري ډول کوربه هیوادونه پریږدي. چارواکي وايي اروپايي هیوادونه دې افغان کډوالو ته د داوطلبانه راستنیدنې فرصت ورکړي.

 د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مني چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پر عامه اذهانو اغیز کړی خو یاد وزارت ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هیڅ ډول امنیت ستونزه رامنځ ته نه شي.

په دې وروستیو کې امریکا او ناټو اعلان وکړ چې د روان کال د می له میاشتي څخه تر سپټمبر پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه و باسي چې له دې سره امنیتي اندیښنې څه ناڅه ډیرې شوې. ځینو اروپايي هیوادونو کې د بشري حقونو سازمانونه له اروپايي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د اخراج د درولو غوښتنه وکړه.

اوس د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري له کډوال نیوز سره په خبرو کې وايي:« اروپايي هیوادونه دې افغان کډوالو ته فرصت ورکړي ترڅو په عزت او داوطلبانه ډول ستانه شي او په هیڅ ډول باید پر دوې فشار را نه وړل شي ترڅو په اجباري ډول افغانستان ته ستانه شي.»

عبدالباسط عزیزي وايي چې د کډوالۍ په برخه کې مونږ له اروپايي هیوادونو سره د ۲۰۱۶ کال د ګډې هوکړې له مخې چلند کوو. هغه ټینګار کوي چې اروپايي هیوادونه دې د یادې هوکړې له مخې کډوالو سره چلند وکړي.

د ناامنیو ډیریدل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما) تیره اونۍ اعلان وکړ چې د روان میلادي کال په دریو لومړیو میاشتو کې د ملکیانو مرګ ژوبلې شمیر ډیر شوی دی. ملګري ملتونو په یوه راپور کې وویل چې د ملکيانو مرګ ژوبله د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیر کال د همدغې مودې په پرتله ۲۹ سلنه ډیره شوې ده. د یوناما د شمیرو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۰ نور ټپیان دي.

که څه هم د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار باور نه لري چې له د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به امنیتي ستونزې ډیرې شي خوا وايي کله چې جګړه ډیریږي نو پرته له شکه چې اندیښنې هم ډیریږي. عبدالباسط عزیزي وویل:« اروپايي هیوادونه د افغانستان له ناامنۍ څخه ښه خبر دي. اروپا ته دا موضوع روښانه ده چې د دوې د ځواکونو له وتلو او ناامنیو د ډیریدو ورسته به د افغانانو اخراج ناوړه پایلې و لري.»

عبدالباسط انصاري ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د خلکو امنیت ډاډمن کړي.

اروپا او افغان کډوال

اروپا، هغه ځای چې ډیر افغانان يي د یو خوندي ژوند په توګه غوره کوي. د ۲۰۲۰ کال د رسمي شمیرو له مخې، له سوریايي پناه غوښتونکو وروسته تر ټولو ډیر افغانان په اروپايي هیوادنو کې د پناه غوښتنه ثبت کړې وه.

یوازې د یونان د لیسبوس ټاپو په موریا کمپ کې له ۵۰ سلنو څخه ډیر پناه غوښتونکي يي افغانان دي چې ښخې او ماشومان هم په کې شامل دي. دوې د ژوندانه سختې شپې او ورځې سبا کوي چې حتی لومړنیو اسناتیاوو ته هم لاسرسۍ نه لري.

نور ولولئ: د کډوالو چارو وزارت پخوانی وزیر: افغانستان د اخراج شویو کډوالو منلو ته چمتو نه دی

افغانستان له اروپا سره په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالۍ یو ګډ سند ( JWF) لاسلیک کړ او د همدغه سند له مخې دواړه لوري د کډوالۍ چارو ته رسیدنه کوي.

د کډوالو چارو وزارت وايي چې له دغه ګډ سند څخه اروپايي هیوادونه په ځینو مواردو کې سرغړونه کړې او یو شمیر پناه غوښتونکي يي د سند خلاف اخراج کړي دي. د وزارت سلاکار ټینګار کوي چې اروپايي هیوادونه باید دغه سند ته ژمن اوسي.

عبدالباسط عزیزي باور لري چې د عامه پوهای له لارې به هغه اندیښنې کمې شي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کډوالي ډیریږي. نوموړی وايي چې وزارت په دې اړه خلکو ته عامه پوهای ورکوي.

عزیزي له افغانانو غواړي چې غیر قانوني کډوالۍ څخه چې ناوړه پایلې لري ډ ډه وکړي.

 

نورې ليکنې