آرشيف انځور: د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۹مه له يونان څخه هانور ته رسېدونکي مهاجر: Picture-alliance
آرشيف انځور: د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۹مه له يونان څخه هانور ته رسېدونکي مهاجر: Picture-alliance

آلمان ژمنه کړې وه چې له يونان څخه به سلګونه هغه کم عمره مهاجر و مني چې سرپرست نه لري. د دغو کم عمره مهاجرو د ۱۰۳ تنو ورستۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ د اپریل په ۲۰ مه آلمان ته ورسیده چې له دې سره آلمان ته د دغو مهاجرو د لیږد پروسه بشپړه شوه.

د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخي دا معلومات د آلمان د کورنيو چارو وزارت ورکړي دي. د آلمان ائتلافي حکومت نژدې يو کال تر مخه ژمنه کړې وه چي له يونان څخه به يو شمير مهاجر مني او په آلمان کي به يې مېشتوي. 

د راپور له مخي آلمان د ۲۰۲۰ کال د اپريل راهيسي په ټوليزه توګه ۲۷۶۵ مهاجر له يونان څخه منلي دي. په دې توګه آلمان په دې تړاو خپلي ژمني پوره کړي دي. 

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا هغه کسان چي د چهارشنبې په ورځ له يونان څخه آلمان ته راورسېدل پکښي ۲۱ کورنۍ دي چي ورڅخه ۴۸ يې بالغان او ۵۵ يې کمسنه دي.

د آلمان حکومت د يونان په مهاجر کمپونو کي د انتهايي بدو شرايطو له کبله د آلمان حکومت ژمنه کړې وه چي په څو پړاونو کي به له يونان څخه مهاجر آلمان ته را انتقال کړي. په دې ترڅ کي د آلمان ائتلافي حکومت د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۸مه پرېکړه کړې وه چي د يونان له ټاپوګانو څخه به ماشوم مهاجر آلمان ته را انتقال کړي. 

د ۲۰۲۰ کال په اپريل مياشت کي له يونان څخه د کمسنه مهاجرو انتقال د آلمان پر لور پېل شو. وروسته دغه پروګرام داسي پراخ کړل شو چي پکښي هغو کورنيو ته هم ځای ورکول شو چي ماشومان لري. د دې تر څنګ هغه ناروغ مهاجر چي په بېړنۍ توګه طبي مراقبت ته يې اړتيا لرله هم د دغه پروګرام په چوکاټ کي راوستل شول. 

له هغه وروسته چي د موريا په کمپ کي اور ولګېد نو آلمان له هغه کمپ څخه هم د يو شمير پناه غوښتونکو د منلو وړانديز او ژمنه وکړه. په آخر وخت کي آلمان د ۱۵۰۰ داسي مهاجرو د منلو ژمنه کړې وه چي په يونان کي قبول شوي وي. خو دمګړی له يونان څخه د نورو مهاجرو د منلو کوم پلان نشته.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې