په آلمان کي د پناه غوښتنې مرکه
په آلمان کي د پناه غوښتنې مرکه

د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي په ۲۰۲۰ کال له هغه څخه د مخکي کال په پرتله لږ شمير پناه غوښتونکو ته پناه ورکړل شوې ده. د اروپايي هیوادونو له ډلې آلمان هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي يي منلي دي.

د تیر په پرتله په ۲۰۱۹ کال کې هم په اروپا کې د منل شویو مهاجرو شمیر لږ و. د رسمي شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمیر نور هم کم شوی.

یادې شمیرې د احصاييو له پاره د اروپايي اتحاديې آژانس يوروستات د چهارشنبې په ورځ د اپريل ۲۱مه په لوکزامبورګ کي وړاندي کړل. ياد آژانس ویلي چي د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې په اروپايي هیوادونو کې د قبول شویو مهاجرو شمیر کم شوی دی.

د يوروستاست آژانس ويلي دي چي په ۲۰۲۰ کال د اروپايي اتحاديې په ټولو غړو هيوادونو کي په ټوليزه توګه ۲۸۱ زره پناه غوښتونکو ته د محافظت قبولي ورکول شوې ده. د دغه آژانس په وينا دا د مخکني يعني ۲۰۱۹ کال په پرتله په قبوليو کي د ۵ سلنې د کموالي راتلو معنی لري. په ۲۰۱۹ کال بيا د ۲۰۱۸ کال په پرتله په قبوليو کي د ۶ سلنې کموالی راغلی ؤ.

د يوروستات د راپور له مخي د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي تر ټولو زياتي قبولۍ د آلمان هيواد ورکړي دي. آلمان په ۲۰۲۰ کال په ټوليزه توګه ۹۸ زره پناه غوښتونکي قبول کړي چي په ياده موده کي په ټوله اروپايي اتحاديه کي د قبوليو ۳۵ سلنه تشکيلوي. 

له آلمان وروسته هسپانيه پر دويم مقام تر ټولو زيات شمير قبولۍ ورکوونکي غړی هيواد دی. دغه هيواد ۵۱۲۰۰ پناه غوښتونکو ته قبولي ورکړې ده. يونان و ۳۵۸۰۰ پناه غوښتونکو ته په پناه ورکولو سره پر دريم مقام، فرانسه په ۲۹۴۰۰ قبوليو پر څلورم مقام او ايتاليا په ۲۱۳۰۰ قبوليو سره پر پنځم مقام راغلی هيواد دی.

د يوروستات د شمیرو له مخې د اروپايي اتحاديې پنځه غړو هيوادونو په ګډه د ټولي اتحاديې ۸۰ سلنه قبولۍ ورکړي دي. زياته سوې چي په قبولي تر لاسه کوونکو کي تر ټولو زيات شمير د سوريايانو دی چي په ټوليزه توګه يې په ۲۰۲۰ کال ۷۴۷۰۰ قبولۍ ترلاسه کړي دي.

د وينيزويلا هيواد پناه غوښتونکو په دويم مقام تر ټولو زياتي قبولۍ ترلاسه کړي دي چي شمير يې ۴۷۱۰۰ ته رسيږي. له دغې ډلې څخه ۹۶ سلنې يې په هسپانيه کي قبولۍ ترلاسه کړي دي. 

په اروپايي اتحاديه کي د قبولي ترلاسه کوونکو سوريايي پناه غوښتونکو څخه يې ۶۰ سلني يې په آلمان کي قبولۍ لاس ته راوړي دي.

آ./ا.ا. 

 

نورې ليکنې