د لیبیا په سواحلو کې ۱۳۰ کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی. انځور: SOS Méditerranée / Flavio Gasperini
د لیبیا په سواحلو کې ۱۳۰ کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی. انځور: SOS Méditerranée / Flavio Gasperini

مرستندویه سازمانونه د پنجشنې په ورځ خبر ورکړ چې د لیبیا په سواحلو کې شاوخوا ۱۳۰ کډوال د کښتۍ ډوبیدنې په یوه پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. مرستندویان په دې اړه اروپايي هیوادونه په ناغیړۍ تورنوي.

د « اس او اس مدیترانه» غیر دولتي سازمان چې په مدیترانه کې د کډوالو د ژوند د ژغورلو په برخه کې مرسته کوي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو کډوالو مړینه تاییدوي.

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۲ ویلي چې د لیبیا په سواحلو کې یوه کښتۍ چې ۱۳۰ کډوال په کې سپاره ول ډوبه شوې.

د دغه سازمان د ژغورنې بیړۍ د چهار شنبې په سهار وروسته له هغه د پلټنې عملیات پیل کړ چې د «الارم فون» ټیلفوني پلټفورم لخوا يي خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو درې کښتۍ په مدیترانه کې له خطر سره مخامخې دي.

د « اس او اس مدیترانه» سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي:« د چهارشنبې په ورځ یو له دغو کښتیو چې ۱۰۴ کسان په کې سپاره ول بیرته د لیبیا د طرابلس بندر ته ګرځیدلې. دویمه کښتۍ چې ۴۲ کسان په کې سپاره و لادرکه ده او ورستۍ کښتۍ چې ۱۳۰ کسان په کې سپاره ول د چهار شنبې په ماښام له سپرلیو پرته و موندل شوه.» په سیمه کې د دغه کښتۍ د ۱۰ تنو سپرلیو جسدونه د الوتکې لخوا لیدل شوي دي او پاتې نور لادرکه دي.

ټېلفوني پلټفورم «الارم فون» سازمان چې په مدیترانه کې کډوالو ته ټیلفوني خدمات وړاندې کوي، د لیبیا چارواکي په دې اړه ګرم بولي او وايي چې د هوا د بدو شرایطو له امله دوې له کډوالو سره له مرستې ډ ډه کوي.

« الارم فون» سازمان پر اروپايي هیوادونو هم په دې اړه نیوکه کوي او وايي:« یوازینۍ کار چې په دې برخه کې ترسره شوی هغه له لومړۍ خبردارۍ ۷ ساعته وروسته د فرانټکس د الوتکو لخوا د نظارت ترسره کول دي.»

نور ولولئ: له ۴۰۰۰ ډیر کډوال د کال له پیل راهیسې د لیبیا په سواحلو کې ژغورل شوي

یاد سازمان وايي د دغو کډوالو په ژغورلو کې د اروپايي چارواکي لخوا د لازمو همغږیو پر نشتوالي تورنوي.

د یادولو ده چې د بیلابیلو افریقايي هیوادونو لکه نایجیریا، چاد، سوډان او نورو هیوادونو کډوال د مدیترانې له لارې له لیبیا څخه اروپا ته د اوښتو هڅه کوي. په دې وروستو کې ګڼ شمیر پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

نورې ليکنې