کالې کې د کډوالو په یو کمپ کې د پولیسو عملیات. انځور: مهدي/ کډوال نیوز. اکتوبر ۲۰۱۹
کالې کې د کډوالو په یو کمپ کې د پولیسو عملیات. انځور: مهدي/ کډوال نیوز. اکتوبر ۲۰۱۹

د فرانسې په ختیځ « بولوین سور مر» سیمه کې یو فرانسوی پولیس د محکمې لخوا له دې امله نغدي جریمه شوی چې د یو کډوال ټیلفون يی غلا کړی و. مرستندویه سازمانونه امنیتي چارواکي له کډوالو سره پر ناوړه تورنوي.

یاده پیښه د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې رامنځ ته شوې وه.د فرانسې ژاندارم پولیس هغه مهال له یوه لارۍ موټر څخه د فرانسې په خیتځ کې درې کډوال و موندل. دغه کډوال د پولیسو لخوا و نیول شول خو له دې ډلې څخه یو تن يي هڅه وکړه چې په خپل ټیلفون کې د پولیسو د بد چلند په اړه ویډیو واخلي.

د فرانسې په ځیتځ کې د «وا دو نور» یوې سیمه ایزې رسنۍ لیکلي:« د پولیسو د افسر یو ۴۷ کلن مرستیال د یو کډوال ټیلفون له هغه څخه واخیست او هغه ته يي وویل چې سمه پریږدي. وروسته معلومه شوه چې دغه ژاندارم پولیس، ټیلفون له ځان سره ساتلی و.» څه موده وروسته، د کډوالو د ملاتړ یو تن فعال د ټیلفون د غلا له امله د دغه پولیس پر وړاندې محکمې ته شکایت وکړ.

۱۵۰۰ یورو نغدي جریمه

تورن پر خپل ځان لګیدلي تورونه منلي او ویلي دي چې له خپلو همکارانو څخه يي غوښتنه کړې وه تر څو دا راز پټ وساتي او د ملي ژاندارمري تفتیشانو ته دې په دې اړه څه و نه وايي:« په لومړي سر کې زما پام نه شو چې ټیلفون مې له ځان سره ساتلی خو ډیر ژر مې ټیلفون لرې وارتاوه. لږ وروسته مې له همکارانو وغوښتل چې دا موضوع له ځان سره وساتي.»

د غه پولیس د پنجشنې په ورځ د اپریل په ۲۲ مه، د محکمې لخوا په ۱۵۰۰ یورو نغدي جریمې محکوم شو.

نور ولولئ: د فرانسې په شمال کې د واورې او سړې هوا له امله د کډوالو کړاو

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې د فرانسې په خیتځ کالې او ګراندسنت ښارونو کې امنیتي چارواکي له کډوالو سره په ناوړه چلند او تاوتریخوالي تورنیږي.

د غیر دولتي سازمانونو په وینا، د پولیسو تاوتریخوالی د کډوالو د کمپونو د تخلیې پر مهال رامنځ ته کیږي. اوس دا ډول عملیات هره ورځ تر سره کیږي چې له امله يي د امنیتي چارواکو لخوا د کډوالو شخصي توکي او اموال ضبط کیږي.

د کډوالو پر وړاندې د پولیسو دوامداره تاوتریخوالی

د سازمانونو په وینا، د فرانسې په خیتځ کې له ۱۰۰۰ ډیر کډوال په کمپونو کې د ژوندانه سختې شپې سبا کوي چې په ورځ کې یوځل پر دغو کمپونو د پولیسو چاپه اچول کیږي. د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې کډوال خپل مال او توکي له لاسه ورکوي او خوراکي آسانتیاوو ته د دوې لاسرسۍ محدودیږي.

بل پلو امنیتي چارواکي هم د کډوالو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي. د « وا دو نور» ورځپانې په دې اړه د ډسمبر په میاشت کې راپور ورکړی و چې یو کډوال چې کامیون ته د ننه کیدو په هڅه کې وه پر یو پولیس برید وکړ چې په پایله د دغه پولیس پښه او لاس ټپي شو.

 

نورې ليکنې