اژې سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېت: رویترز
اژې سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېت: رویترز

د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې ته وړاندې شوي شکایت لیک له مخې یونان په دې تورن دی چې اژې سمندر کې یې مهاجر په ډېره تاوتریخجنه طریقه د ترکیې پر لوړ شړلي دي او دغه هیواد ته یې د ننوتلو مخه نیولې ده.

د لېسبوس حقوقي مرکز اژې سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د مهاجرو د شړنې په اړه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمه کې شکایت ثبت کړی دی.

د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله دغه شکایت لیک کې راغلي چې تېره اکټوبر میاشت یوه کب نیوونکې بېړۍ د ترکیې له مرمرې ښار څخه د ایټالیا پر لور روانه شوه. دغه کښتۍ چې د ۴۰ ماشومانو او یوې حاملې ښځې په ګډون ۲۰۰ مهاجر پکې سپاره ول، د توپان له امله د کرېت په ساحلي اوبو کې له ستونزې سره مخ شوه. بېړۍ چلوونکي بیا دې ته اړ شو چې له چارواکو څخه مرسته وغواړي.

نقاب لرونکي ځواکونه

شکایت لیک کې زیاته شوې چې د یوناني ځواکونو درېو کښتیو د مهاجرو د ژغورنې په عوض د هغوی بېړۍ پنځه ساعته په سمندر کې ودروله. ورپسې په چټکو بېړیو کې سپاره نقاب لرونکي کومندو ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

بېړۍ کې سپرو ځینو مهاجرو ویلي چې ترکیې ځواکونو دوی وهلي او ټکولي دي.

یاد مهاجر په دوو ډلو ووېشل شول او د یونان د ساحلي ځواکونو بېړیو ته انتقال شول. هلته بیا ۱۰ تر ۱۵ نقاب لرونکو وسله والو د هغوی تېلفونونه، پاسپورټونه او پیسې ونیولې.

شکایت لیک کې راغلي چې دغو ځواکونو مهاجر په کوچنیو کښتیو کې سپاره کړل او دوی یې د خوړو، اوبو او د ژغورنې واسکټونو پرته د ترکیې پر لور وشړل.

د ترکیې ساحلي ځواکونو ۲۴ ساعتونه وروسته دغه کسان اژې سمندر کې وژغورل.

بیا ولولئ: د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو شړنه: د اروپایي پارلمان استازي د فرانتکس په اړه پلټنه کوي

«د مهاجرو شړنه عادي شوې»

د لېسبوس حقوقي مرکز خپل شکایت لیک کې وایي چې د ۲۰۲۰ له مارچ میاشتې راهیسې اژې سمندر کې د یونان ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو شړنه عادي شوې ده.

تېر کال مارچ میاشت کې ترکیې اعلان وکړ چې خپل اروپایي سرحدات پرانیزي او له اروپایي ټولنې سره د هوکړې سربېره اروپا ته د مهاجرو د ورتګ مخه نه نیسي. یونان بیا د تازه رسېدونکو مهاجرو د پناه غوښتنو د ثبت پروسه ودروله.

د ګارډین له مخې خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو په تېرو دوو لسو میاشتو کې له یونانه د سلګونو کسانو د شړنې پېښې ثبت کړې دي. خو یونان په وار وار دغه ادعاوې رد کړې دي او ناسمې یې بللې دي. 

 

نورې ليکنې