رفیوج سولیدر کې زیات شمېر کډوال اوسېږي، کرېډېټ: کډوال نیوز
رفیوج سولیدر کې زیات شمېر کډوال اوسېږي، کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې په بریانسون ښار کې د مهاجرو د هرکلي سازمان رفیوج سولیدر وایي راتلونکې جون میاشت به یوې نوې ودانۍ ته کډه وکړي. دغه سازمان د هغو پناه غوښتونکو هرکلی کوي چې د الپ غرونو له لارې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي.

رفیوج سولیدر د فرانسې په سرحدي ښار بریانسون کې موقعیت لري او د هغو مهاجرو هرکلی کوي چې د الپ غرونو له لارې له ایټالیا څخه فرانسې ته راځي. ټاکل شوې ده چې دغه سازمان د جون میاشتې په پای کې یوې نوې ودانۍ ته کډه وکړی.

د رفیوج سولیدر سازمان غړی فیلیپ ویون وایي چې دوی به جون میاشت کې نوې ودانۍ کې مقدماتي کارونه پیلوي. په وینا یې رفیوج سولیدر په پام کې لري چې د دې ودانۍ د راتلونکو اوسېدونکو د خوندیتوب او د پخلنځي او طعام خانې چمتو کولو لپاره ترمیمي کارونه ترسره کړي. وروسته رضاکاران، کډوال او د سازمان چارواکي نوې ودانۍ ته کډه کوي.

نوې ودانۍ: ۱۶۰۰ متر مربع

د ۲۰۲۰ په اګست میاشت کې د بریانسون ښاروالۍ اعلان وکړ چې نور له رفیوج سولیدر سره خپل قرارداد نه تمدیدوي. رفیوج سولیدر بیا هڅې وکړې چې نوی ځای پیدا کړي. اوسنۍ سرپناه د پولیسو پخوانۍ پوسته ده چې له ۲۰۱۷ راهیسې یې د پناه غوښتونکو هرکلی کاوه.

تېره چهارشنبه د اپریل میاشتې ۲۱مه د ګروپ په نامه سازمان د نوې ودانۍ د موندلو خبر خپور کړ. کډوال نیوز ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې دغه ودانۍ بریانسون کې ښار پرته ده او ۱۶۰۰ متر مربع مساحت لري.

نوې ودانۍ چې «ښکلې پروژه» هم ورته ویل کېږي شاوخوا لس سازمانونه پکې فرهنګي او اقتصادي فعالیتونه ترسره کوي. د ګروپ مشر فردریک مونیې وایي چې ټول سازمانونه د کډوالۍ په برخه کې فعالیت نه کوی. نوموړی زیاتوي چې دوی به ورو ورو خپل فعالیتونه پیل کړي، خو رفیوج سولیدر لومړیتوب لري او دوی د رفیوج سولیدر د هرکلي لپاره چمتو دي.

«پرته له قید او شرط د خلکو هرکلی کوو»

د رفیوج سولیدر د شمېرو له مخې دغه سازمان له ۲۰۱۷ راهیسې د ۱۲۳۰۰ مهاجرو هرکلی کړی دی. خو اوسنۍ ودانۍ چې ۳۰۰ متر مربع مساحت لري، وړوکی دی او د کورنیو د هرکلي لپاره مناسب نه دی.

بیا ولولئ: هغه افغانه کورنۍ چې د الپ له لارې فرانسې ته رسېدلې: «غرونو کې درنه واوره ورېده»

فیلیپ ویون وایي چې نوې ودانۍ کې ۵۰۰ متر مربع ځمکه رفیوج سولیدر ته ځانګړې شوې. په وینا یې دوی کولی شي چې په یو وخت د ۴۰ کسانو هرکلی وکړي.

رفیوج سولیدر هیله لري چې نوې ودانۍ د هرکلي د شرایطو د ښه کېدو کې سبب وګرځي. فیلیپ ویون زیاتوي چې دا یوه ډېره ښه خبره ده چې مرکز کې نور سازمانونه هم ورسره یو ځای فعالیت کوي. په وینا یې دوی پرته له قید او شرط د خلکو هرکلی کوي. له ۲۰‍۱۷ راهیسې رفیوج سولیدر پر دغېه اصل ټینګار کوي: هېڅوک باید سړکونو کې شپه سبا و نه کړي.

مالي مسایل

د فرانسې خبري اژانس له مخې دغه پروژه تر یو میلیون یورو زیاتې بودیجې ته اړتیا لري. ټاکل شوې ده چې د ریاس فرانس په نامه ارګان چې د فردریک مونیې له خوا اداره کېږي د دغې بودیجې یوه برخه ورکړي. فیليپ ویون وایي چې د بودیجې بله برخه د کاریتاس له خوا ورکول کېږي.

بل پلو فدریک مونیې وایي چې د سازمانونو ترمنځ د نوې ودانۍ د وېشلو په اړه بحثونه ادامه لري. په وینا یې دوی د راتلونکې اونۍ په پای کې د نوې ودانۍ په اړه رسنیو ته نور جزیات ورکولی شي. 

 

نورې ليکنې