اژه سمندر کې د مهاجرو یوه بېړۍ. انځور: رویټرز
اژه سمندر کې د مهاجرو یوه بېړۍ. انځور: رویټرز

ترکي چارواکي وایي پرون دوشنبه د اپریل میاشتې ۲۶مه یې اژه سمندر کې هغه ۲۵۰ مهاجر ژغورلي دي چې د یونان سمندري ځواکونو د ترکیې پر لور شړلي وو.

د ترکیې ساحلي ځواکونه پرون دوشنبه اژه سمندر کې د مهاجرو د ژغورنې لپاره یو لړ عملیاتونه ترسره کړل. د ترکیې خبري اژانس اناتولي په حواله ترکي ځواکونو لومړی د مرمرې په ساحلي اوبو کې ۸ مهاجر وژغورل.

دغه راز د چناکلې ولایت په شمال لوېدیځ کې یوه پلاستیکۍ بېړۍ کې سپاره ۴۴ کسان ژغورل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې ترکي ځواکونو د بالک شهر ولایت په ساحلي اوبو کې هم ۶۱ پناه غوښتونکي ژغورلي دي. دغو کسانو غوښتل چې په یوه پلاستیکۍ بېړۍ کې ځان لېسبوس ټاپو ته ورسوي.

د یو بل خبر له مخې چارواکو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې ۱۳۷ کسان ژغورلي دي. سرچینو زیاته کړې چې ساحلي ځواکونو دغه راز د دیکیلي ولسوالۍ په ساحلي اوبو کې ۸۶ تنه نور وژغورل چې رابریو بېړیو کې سپاره ول.

چارواکو ورپسې د فوکا کونتي په اسلان دماغه کې کې د مهاجرو یوه ۲۳ کسیزه ډله وژغورله چې دوی هم یوه رابرۍ بېړۍ کې سپاره ول. دغه راز د چشمې ولسوالۍ ساحلي اوبو کې ۲۸ تنه ژغورل شوي دي.

ژغورل شوي کسان، چې په ډله کې یې ماشومان او ښځې هم وې، د کډوالۍ سیمه ییزو ادارو ته انتقال شوي دي.

ترکیې په وار وار یونان په دې تورن کړی چې اژه سمندر کې یې یونان ته تلونکي مهاجر د ترکیې په لور شړي. خو یوناني چارواکو دغه ادعاوې ناسمې بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین ویلي وو د لېسبوس حقوقي مرکز اژې سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د مهاجرو د شړنې په اړه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمه کې شکایت ثبت کړی دی.

د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې ته وړاندې شوي شکایت لیک له مخې یونان په دې تورن دی چې اژې سمندر کې یې مهاجر په ډېره تاوتریخجنه طریقه د ترکیې پر لوړ شړلي دي او دغه هیواد ته یې د ننوتلو مخه نیولې ده.

 

نورې ليکنې