انځور: پېکر الاینز
انځور: پېکر الاینز

تېره جمعه د فرانسې په رامبویې ښار کې د یوې سرتېرې تر وژل کېدو وروسته، ځینو فرانسوي چارواکو وویل چې د کډوالۍ او ترهګرۍ ترمنځ اړیکې شته. کډوال نیوز د هغو قوانینو په اړه معلومات ورکوي چې له مخې یې بې سنده بهرنیان فرانسه کې اقامې ترلاسه کولی شي.

تېره جمعه د اپریل ۲۳مه رامبویې ښار کې د یوه ۳۶ کلن تونسي له خوا د یوې فرانسوۍ سرتېرې وژنې د بې سنده بهرنیانو په تړاو بحثونه راپارولي دي. ځینو سیاستوالو په رسنیو کې د دغې موضوع په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل چې ډېری یې ناسم دي.

کډوال نیوز د هغو قوانینو په هکله معلومات ورکوي چې له مخې یې بې سنده بهرنیان فرانسه کې اقامې ترلاسه کولی شي.

۱. د ملي راغونډېدنې ګوند مشرې مارین لوپن د اپریل پر ۲۳مه بي اف ام ټلویزیون سره خبرو کې وویل: «ناقانونه کسانو ته د اسناد ورکولو لړۍ باید ودرول شي. هغه کس چې په غیرقانوني توګه فرانسې ته راغلی او بې سنده دی، باید له قانونه د ده د اداري وضعیت د قانوني کېدو امکان وایستل شي.»

مارین لوپن وړاندیز کوي چې له فرانسوي قوانینو څخه باید هغه مادې وایستل شي چې له مخې یې فرانسې ته په ناقانونه توګه راغلو مهاجرو ته د اسنادو د ورکولو امکان برابرېږي. خو دا کار له حقوقي لحاظه پیچلی او ان ناشونی دی.

لومړی، دا خبره د ژنیو کنوانسیون د پناه غوښتنې قاعدې خلاف ده. فرانسې دغه کنوانسیون لاسلیک کړی دی. هر څوک حق لري چې له مخکنیو شرطونو پرته د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي. مانا یې دا چې پناه غوښتونکي فرانسې ته د ننوتلو لپاره اجازه لیک ته اړتیا نه لري، د قانون له مخې دوی اړ نه دي چې اوفپرا ته د خپلو دوسیو د وړاندې کولو لپاره باید قانوني اسناد ولري. اوفپرا یوازنۍ اداره ده چې پناه غوښتونکو دوسیې مني یا یې ردوي.

د یادولو ده چې د فرانسې اساسي قانون کې د هغو بهرنیانو د ساتنې حق درج شوی دی څوک چې خپلو هیوادونو کې له ګواښونو سره مخ دي.

بل پلو د امریکا د څېړنو مرکز پیو ریسرچ سنټر د شمېرو له مخې فرانسه کې نږدې ۳۵۰ زره بې سنده بهرنیان ژوند کوي. د دغو کسانو له ډلې ځینې یې په فرانسه کې کار کوي، خو د نوموړو قوانینو لاندې نه راځي. ځینې نور د هغو ماشومانو پلرونه او مېندي دي چې فرانسه کې زېږېدلي دي. ځینې په قانوني طریقه فرانسې ته راغلي (د بېلګې په توګه محصلین)، خو خپلې اقامې یې تمدید کړې نه دي نو ځکه اوس بې سنده دي.

دغه شمېرې ښيي چې ټول بې سنده مهاجر یو شان نه دي. د مارین لوپن خبرې له مخې د ټولو دغو کسانو اداري وضعیت یو شان دی، خو دا خبره ناسمه ده.

۲. مارین لوپن د اپریل پر ۲۳مه بي اف ام ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: «له عقله باید کار واخلو او ناقانونه کسان [له خپلې خاورې] باید وشړو»

فرانسه بې سنده بهرنیان اخراجوي. د ۲۰۲۰ رسمي شمېرې ښيي چې فرانسې په تېر یو کال کې تر ۹۰۰۰ ډېر کسان اخراج کړي دي. په ۲۰۱۹ کې ۱۹۰۰۰ کسان له فرانسې څخه شړل شوي وو. د فرانسې کورنیو چارو وزارت په حواله کورونا ویروس او د پولو تړل کېدل د دې سبب شوي چې تېر کال د اخراج شويو کسانو شمېر کې کموالی راشي.

په تېرو څو کلونو کې د اخراج شویو مهاجرو شمېر مخ په زیاتېدو و: په ۲۰۱۶ کې ۱۲۹۰۰، په ۲۰۱۷ کې ۱۴۲۰۰، په ۲۰۱۸ کې ۱۵۶۰۰ او ۲۰۱۹ کې ۱۹۰۰۰ کسان له فرانسې شړل شوي دي.

Source : Ministère de l'Intérieur
Source : Ministère de l'Intérieur


بله خبره دا چې د بې سنده کسانو اخراجول اسان نه دي او په اټوماټیک ډول نه ترسره کېږي. د بېلګې په توګه حکومت پاسپورټ نه لرونکي بهرنیان اخراجولی نه شي: د اخراجولو لپاره یې باید د هغوی د اصلي هیوادونو موافقه او قنسولي اجازه لیک ولري. خو ډېری وختونه د بهرنیانو اصلي هیوادونو د دغو اسنادو له ورکولو ډډه کوي.

تېره نومبر میاشت د فرانسې حکومت پر هغو هیوادونو نیوکه وکړه چې د خپلو اتباعو له منلو ډډه کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په سخت دریځۍ تورن دي. د فرانسې ولسمشر په ځانګړې توګه پر تونس، مراکش او الجزایر نیوکې وکړې. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له مخې د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې ۲۳۱ بې سنده بهرنیان فرانسه کې په سخت دریځۍ تورن وو.

۳. مارین لوپن د اپریل پر ۲۳مه بي اف ام ټلویزیون سره خبرو کې وویل: «هغه کس چې لس کاله په ناقانونه توګه زموږ هیواد کې اوسېدلی، هغه څنګه اسناد ترلاسه کړي دي؟»

د ترهګرۍ ضد قضایي ادارو له مخې رامبویې کې د فرانسوۍ سرتېرې وژونکی تونس کې زېږېدلی و. هغه په ۲۰۰۹ کې فرانسې ته رسېدلی و. په ۲۰۱۹ کې یې د کار لرونکي کس په توګه استثنایي اقامه او د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې یې یو کلنه اقامه ترلاسه کړې وه.

مارین لوپن پر دې تنقید کوي چې دغه سړی لس کاله په ناقانونه توګه فرانسه کې اوسېدلی و، خو بیا یې فرانسوۍ اقامه ترلاسه کړه. دا کومه نوې خبره نه ده او قانون کې درج شوې ده. د والس په نامه متحدالمال (۲۰۲۱) د دغو کسانو د اداري حالت د قانوني کېدو لپاره شرطونه اېښودلي دي (فرانسه کې د اوسېدو موده، کورنی وضعیت، ښوونځي ته تلونکي ماشومان، کافي عواید...)

د کورنیو چارو پخواني وزیر مانویل والس نه غوښتل چې «ټولو» ته اسناد ورکړي، خو قومندانیو ته یې هدایت ورکړی و چې د دغه متحدالمال پر اساس ځینو هغو کسانو ته یې اسناد ورکړي چې شرطونه یې پوره کړي دي.

په ټولیزه توګه بې سنده کسان حق لري چې د اقامې د ترلاسه کولو لپاره چارواکو ته د کار د موندنې ژمنه یا کاري تړون وړاندې کړي. دوی باید له ژبې سره بلدتیا ولري او د فرانسې ارزښتونه ومني.

کډوال نیوز له ګڼو داسو مهاجرو سره خبرې کړې دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره له فرانسوي وکیلانو او یا سازمانونو څخه مرسته غواړي.

۴. د ایل دو فرانس د لیبر مشرې والري پیکراس تېره یکشنبه د اپریل ۲۵مه یوروپ ۱ سره خبرو کې وویل: «موږ باید د ترهګرۍ او کډوالۍ ترمنځ د شته اړیکو ردول بس کړو.»

د جمهوري غوښتونکو مرستیال ګیوم پلتیې تېره یکشنبه د اپریل ۲۵مه فرانس ۳ سره خبرو کې وویل: «د ترهګرۍ او کډوالۍ ترمنځ اړیکه شته. باید سر له نن ورځې کډوالي په قطعي توګه بنده کړو.»

د فرانسې امنیتي وضعیت ته په کتو سره ډېری وختونه د کډوالۍ او ترهګرۍ ترمنځ د اړیکې په اړه تاوده بحثونه کېږي.

سیاسي چارواکي په معموله توګه هغو ترهګریزو پېښو ته اشاره کوي چې فرانسه کې رامنځ ته شوې دي.

د ۲۰۲۰ د اکټوبر پر ۲۹مه یوه تونسي چې تازه فرانسې ته رسېدلی و د نیس ښار په نوټردام کلیسا کې دوه ښځې ووژلې. نوموړی ۲۱ کلن او بې اسناد و، د مدیترانې له لارې لومړی د ایټالیا لمپدوسا ټاپو او ورپسې فرانسې ته راغلی و.

لږ مخکې عبدالحق انزوروف د ۲۰۲۰ د اکټوبر پر ۱۶مه د تاریخ استاد سامویل پتي وواژه. انزوروف فرانسوی نه دی. هغه چېچینی و او اسناد یې درلودل. په ۶ کلنۍ کې له خپلۍ کورنۍ سره فرانسې ته رسېدلی و. دوی ټول اقامې درلودلې.

له ۲۰۱۲ راهیسې ډېریو هغو تروریستانو چې وسله وال بریدونه کړي یا فرانسوي دي او یا په فرانسه کې زېږېدلي دي. د بېلګې په توګه: محمد مېرا (۲۰۱۲ کې تولوز ښار کې برید)، شریف او سعید کواشي (۲۰۱۵ کې پر شارلی هبدو برید)، امدي کولیبالي (۲۰۱۵ کې پر هیپر کاشې برید)، لاروسي ابالا (۲۰۱۶ کې پر مګنانویل برید).

د نومبر د ۱۳مې بریدونه: د لسو بریدګرو له ډلې ۶ تنه یې فرانسویان وو، دوه تنه یې عراقیان، یو یې بلجیمی او یو یې بلجیمی - مراکشی. هېڅ یو یې مهاجر نه و، خو دوی د کډوالۍ کړکیچ پر مهال د یونان له لارې سوریې ته سفرونه کړي وو.

د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د پاریس پر قومندانۍ برید د فرانسوي ماکیل هارپون له خوا ترسره شو. هغه څلور پولیسان وژلي وو. هارپون د مارتینیک د فورت دو فرانس و.

د ۲۰۱۸ په ډسمبر میاشت کې ستراسبورګ ښار کې بریدګر شریف شکت فرانسوی و.

 

نورې ليکنې