د کالې ښار روغتون ته نږدې کډوالو پنډغالي کې د فرانسوي پولیسو عملیات. هرو دوو ورځو کې کډوال اړ دي چې خپلې خیمې له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي. ۲ سپتمبر، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي شبیل
د کالې ښار روغتون ته نږدې کډوالو پنډغالي کې د فرانسوي پولیسو عملیات. هرو دوو ورځو کې کډوال اړ دي چې خپلې خیمې له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي. ۲ سپتمبر، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي شبیل

د فرانسې د شمالي پا دو کالې سیمې قومنداني وایي پرون سه شنبه د اپریل میاشتې ۲۷مه یې د سنګات او کوکېل مهاجر کمپونو د تړلو عملیاتو په پایله کې ۱۱۶ کسانو ته د پا دو کالې د مهاجرو د هرکلي په مرکزونو کې سرپناه برابره کړې ده.

پرون سه شنبه د اپریل میاشتې ۲۷مه کالې ښار ته نږدې مهاجر کمپونه وتړل شول. دغه ناقانونه کمپونه سنګات او کوکېل سیمو کې جوړ شوي وو.

د پا دو کالې قومندانۍ په حواله «د سهار په ۱۰ بجو ۱۱۶ تنو ته د پا دو کالې د هرکلي په مختلفو مرکزونو کې سرپناه برابره شوه.»

کالې کې د بشري حقونو څار ډله چې د امنیتي ځواکونو له خوا د کمپونو د خالي کولو طریقه مستند کوي وایي، دغو کمپونو کې غالباً سوډانیان او چادیان اوسېدل.

د پا دو کالې قومندانۍ زیاته کړې چې له کمپونو د مهاجرو د ایستلو عملیات د بولونی سور مېر محکمې د پرېکړې پر بنسټ ترسره شوي دي. تر دې دمخه د کمپونو خاوندانو د خپلو ځمکو د ناقانونه نیول کېدو پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی و.

«مهاجرو اجازه نه درلوده چې له سیمې ووځي»

په ورته مهال د بشري حقونو څار سازمان یوې رضاکارې ویلي: «سیمه کې نږدې لس د پولیسو موټرونه ولاړ وو، مهاجر یې ایسار کړي وو، مهاجرو اجازه نه درلوده چې له سیمې ووځي.» نوموړې زیاته کړې چې یوه مهاجر ورسره تماس نیولی او ویلي یې دي نه پوهېږي چې امنیتي ځواکونه دوی چېرته بوځي. تر دې دمخه د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو بیا بیا کالې کې د مهاجر کمپونو د خالي کولو پر عملیاتو نیوکې کړې دي.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې کې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو موده وغځول شوه

د روانې میاشتې په پیل کې د د بشري حقونو څار سازمان، اوبرژ دو میګران او یوتوپیا ۵۶ په ګډون ۸ سازمانونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، کالې کې کمپونه خالي کېږي خو څوک مهاجرو ته سرپناه نه برابروي. په وینا یې د اپریل پر ۶مه پولیسو په سړه هوا کې نږدې ۳۰۰ مهاجر له کمپونو څخه وایستل.

د سازمانونو د شمېرو له مخې نن سبا کالې کې د مهاجرو شمېر نږدې ۱۰۰۰ کسانو ته رسېږي. د کالې قومنداني بیا وایي چې په کالې کې ۷۲۰ تنه او په ګراند سنت کې ۴۰۰مهاجر اوسېږي. 

 

نورې ليکنې