په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د کميسيون دفتر ته څېرمه بيرغونه | Photo: EPA/JULIEN WARNAND
په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د کميسيون دفتر ته څېرمه بيرغونه | Photo: EPA/JULIEN WARNAND

په اروپا کي زيات شمير د اقامې حق نه لرونکي انسانان ژوند کوي. اروپايي اتحاديه غواړي چي هغوی و خپلو هیوادونو ته د بېرته ستنېدو له پاره جلب کړي.

اروپايي اتحاديه غواړي چي په لا پراخه اندازه او لا زياتو هڅو اقامه نه لرونکي مهاجر دې ته وهڅوي چي په رضاکارانه توګه خپلو هيوادونو ته ستانه سي. دغې اتحاديې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۲۷مه) د ياد مقصد له پاره په بروکسل کي يوه پاليسي معرفي کړه. په دغه پاليسي کي په خپل هيواد کي د ستندونکو کسانو د بېرته ادغام پر موضوع تمرکز سوی دی. 

د اروپايي اتحاديې د کميسيون د معلوماتو پر اساس هغه مهاجر چي په غړو هيوادونو کي دي او له دغو هيوادونو په وتلو مکلف دي، ورڅخه صرف ۳۰ سلنه يې په رشتيا دغه مکلفيت عملي کوي او وځي. زياته سوې چي هغه کسان دغه مکلفيت عملي کوي پکښي دريمه برخه يې دا کار په رضاکارانه توګه کوي. په دې توګه نو د ټولو هغو کسانو لس سلنه په راضاکارانه توګه بېرته له اروپايي اتحاديې وځي چي په وتلو مکلف دي.

په اروپايي اتحاديه کي هغه وخت کسان په وتلو مکلف کيږي کله چي هغوی په حتمي توګه د پناه غوښتونکو په توګه رد سوي وي او خپل هيواد ته په تلو کي ورته ګواښ يا خنډ نه وي. هغه کسان چي د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي بيله اړيني قانوني اقامې يا ويزې مقيم وي، هغوی هم په وتلو مکلف کيږي.

د اروپايي اتحاديې له خوا وړاندي سوي نوي پاليسۍ له مخي به تمرکز پر دې وي چي هغو کسانو ته په پراخه اندازه مشاورتي امکانات برابر کړل سي چي په وتلو مکلف دي. ويل سوي چي د دغه مشاورتي خدماتو په ترڅ کي دغو کسانو ته لاري ښودل کيږي چي هغوی څنګه په رضاکارانه توګه بېرته خپل هيواد ته داسي ستانه کيدلای سي چي هلته د بېرته مدغم کېدو امکانات هم ولري. 

د اروپايي اتحاديې کميسيون غواړي چي د دغې اتحاديې د پوله ساتونکي آژانس فرونتکس سره په همکاري په وتلو د مکلف کسانو له پاره د مشاورت تګلاره جوړه کړي. په پام کي نيول سوې چي ياد آژانس به و غړو هيوادونو ته د مشاورت کارپوهان ولېږدوي. 

دغي اتحاديې اعلان کړی چي د بېرته لېږد د انسجام له پاره به ځانګړی مامور مؤظف کړي. دغه انسجام کوونکی به د رضاکارانه بېرته ستنېدنې له پاره د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو مشاورت کوي. د دغې نوي ستراتيژۍ يوه بله برخه دا ده چي د رضاکارانه ستنېدنې له پاره امکانات برابر کړل سي. په دې ترڅ کي په پام کي نيول سوي چي د پناه غوښتنې د پروسې او د اخراج د پروسې تر منځ خلاوي ډکي کړل سي او په دې توګه د په وتلو مکلف کسانو د پټېدو د پديدي حل پيدا کړل سي. اتحاديې د دغي پاليسۍ د عملي کولو له پاره هغو قانوني مسودو ته اشاره کړې ده چي تر مخه لا وړاندي سوي دي.

اروپايي اتحاديه د نوي پاليسۍ په ترڅ کي په پام کي لري چي د مهاجرو اړونده پلرني هيوادونو ته پيسې وليږي چي د دغو مهاجرو د بېرته منلو او د ادغام له پاره معيارونه رامنځته کړي. فرونتکس هم کولای سي په دې کي برخه واخلي. په پام کي نيول سوې چي دغه پروسه د پراختيايي مرستو د سياست سره همږغه کړل سي.

چارواکي وايي چي رضاکارانه ستنېدنه د يو شمير دلايلو پر اساس د اجباري اخراج څخه بهتره ده. د هغوی په آند په رضاکارانه ستنېدنه کي اړونده کس په تمرکز کي وي او بل تر اخراج لږ مغلقه او کم مصرفه پروسه وي. 

د اروپايي اتحاديې د پارلمان د اقتصادي خدماتو د ادارې د معلوماتو له مخي که يو په وتلو مکلف کس په رضاکارانه توګه بېرته خپل هيواد ته ستون سي نو ورباندي اوسطا ۵۶۰ يورو مصرف راځي. د دې تر څنګ د دغه کس سره د ۳۴۱۴ يورو اوسط مرستي هم کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې