انځور:‌ اي تي وي
انځور:‌ اي تي وي

د برتانیا چارواکي وایي د دې وخت را رسېدلی چې له دولتي استوګنځیو د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ بیا پیل شي.‌ برتانیا د کورونا ویروس کړکېچ له امله له نږدې یو کال راهیسې د رد شویو کسانو د اخراج پروسه ځنډولې وه. په ورته مهال سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا اقدام به د زرګونو کسانو د بې ځای کېدو سبب شي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې تر نږدې یو کال ځنډ وروسته د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج پروسه بیا پیل کړي.

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین چې د دې پرېکړې په تړاو یې ځینو اسنادو ته لاسرسی موندلی وایي، ټاکل شوې ده چې دغه پروسه «له ځنډه پرته» پیل شي.

ټول هغه کسان چې دولتي استوګنځیو کې اوسېږي خو غوښتنې یې رد شوې دي تر دغې قاعدې لاندې راځي. یعنې په زرګونه کسان.

ویل کېږي چې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له نږدې ۶۰۰۰۰ پناه غوښتونکو سره مرسته کوي.

ستنېدونکو کسانو ته سرپناه برابرېږي

ګارډین زیاتوي چې رد شوي پناه غوښتونکي یوازې ۲۱ ورځې وخت لري چې له خپلو استوګنځیو ووځي. خو که څوک وغواړي چې خپل هیواد ته بېرته ولاړ شي، نو د پرواز تر چمتو کېدو پورې ورته سرپناه برابرېږي.

د کورنیو چار وزارت په اسنادو کې راغلي چې تر اوسه د دغو کسانو شمېر نه دی معلوم.

د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي: «د کورونا ویروس وبا پر مهال رد شويو پناه غوښتونکو ځای او مالي امکاناتو ته لاسرسی درلود. خو اوس چې بندیزونه نرم شوي او پناه غوښتونکي خپلو هیوادونو ته ستنېدلی شي، منطقي خبره به دا وي چې موږ ورسره خپلې مرستې ودروو.»

«خطرناکه او غیرانساني» پرېکړه

په ورته مهال د بشري حقونو مدافع سازمانونو دا پرېکړه غندلې ده. دوی وایي دا اقدام به د دې سبب شي چې زرګونه مهاجر پر سړکونو شپه سبا کړي.‌ 

بل پلو د برتانیا روغتیایي‌ چارواکي مني چې هغه کسان چې د سړکونو پر غاړه ژوند کوي زیات امکان شته چې په کورونا ویروس اخته شي.

د رفیوجي اکشن سازمان مشر تیم ناور هېلتون دا کار «خطرناکه او غیر انساني» بللی او ویلي یې دي چې دا د دولت دنده ده چې دغو کسانو ته سرپناه برابره کړي.

برتانیا کې د بخښنې نړیوال سازمان د مهاجرو چارو مسول ستیز والدز سیموند بیا دغه اقدام «ظالمانه» بللی او زیاته یې کړې چې د کورنیو چارو وزارت باید د پناه غوښتونکو له بې سرپناه کولو ډډه وکړي.

 

نورې ليکنې