آرشيف انځور| Photo: Hamza Turkia/Xinhua/Imago Images
آرشيف انځور| Photo: Hamza Turkia/Xinhua/Imago Images

د ليبيا د سمندري پوله ساتونکو په خپله وينا هغوی له مديترانې څخه ۱۰۸ انسانان ژغورلي دي. زياته سوې چي د هغوی بېړۍ د بېړني حالت سره مخامخ سوې وه.

ليبيا د سمندري پوله ساتونکي ځواک وياند ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۲۸مه) يې له مديترانې څخه ۱۰۸ انسانان وژغورل. د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي دغه وياند ويلي چي ژغورل سوي کسان د اروپا پر لور په کښتۍ کي ناست ول چي د بېړني حالت سره مخامخ سول.

ويل سوي چي د کښتۍ دغو سپرليو د ليبيا له پلازميني طرابلس څخه په لوېديځ کي په ۴۰ کلومترۍ کي د مرستي له پاره پيغام وليږی. زياته سوې چي په کښتۍ کي سپاره کسان له افريقا څخه دي.

يوه اونۍ مخکي په ليبيا کي د مهاجرو يوه ربړي کښتۍ اوښتې وه. د اس او اس مديترانې په نوم مرستندويه سازمان په وينا په دغه حادثه کي په لسونو انسانان مړه سوي ول. دغه سازمان په اروپا کي د ژغورنې له پاره پر مسؤلو کسانو او په همدې شان پر ليبيا تور لګولی ؤ چي د حادثې وروسته يې هيڅ مرسته نه وه کړې. د ليبيا سمندري پوله ساتونکي ځواک دغه تورونه رد کړي ول.

زيات شمير پناه غوښتونکي د ليبيا له ساحل څخه د اروپا پر لور د ربړي کښتيو په مرسته حرکت کوي. د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) په حواله يوازي په روان ميلادي کال ۳۵۰ انسانان په مرکزي مديترانه سمندر کي مړه سوي دي. د ليبيا سمندري پوله ساتونکو په تېرو کالونو کي په زرونو د کښتيو دغه مهاجر له سمندر څخه اخيستي او بيرته يې ليبيا ته وړي دي. په کورنۍ جګړه ځپلي هيواد ليبيا کي دغه مهاجر د تاوتريخوالي او زبېښاک د ګواښ سره مخامخ دي.

آ./ا.ا. 

 

نورې ليکنې