یالهای مرکز بلجیم کې موقعیت لري. انځور: ازاد مهاجر
یالهای مرکز بلجیم کې موقعیت لري. انځور: ازاد مهاجر

د بلجیم د پناه غوښتونکو ادارې تېره شنبه د اپریل ۲۴مه وویل، یالهای ښار کې یې د پناه غوښتونکو مرکز کې د خرابو شرایطو په تړاو پلټنې پیل کړې دي. د عیني شاهدانو له مخې دغه مرکز کې پناه غوښتونکو له ګواښ سره مخ دي او روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

بلجیم کې د پناه غوښتونکو ادارې یا فدازیل د یالهای د پناه غوښتونکو مرکز په تړاو د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی. تر دې دمخه د ازادو مهاجرو په نامه سازمان ویلي وو چې د یاد مرکز اوسېدونکي کافي امکاناتو ته لاسرسی نه لري او په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

فدازیل تېره شنبه د اپریل ۲۴مه په یوه خبرپانه کې وویل په پام کې لري چې تورونه به څېړي او د دغه مرکز د وضعیت د ښه کولو لپاره به لازم اقدامات وکړي.

د ازادو مهاجرو سازمان د اپریل میاشتې پر ۱۸مه د یالهای مرکز په اړه یو رپوټ خپور کړی و. د دغه سازمان په حواله د مرکز وضعیت هغه وخت خراب شو چې د سره صلیب سازمان د یاد مرکز څخه ووت او سواستا شرکت یې مدیریت په غاړه واخیست.

له ۲۰۱۵ راهیسې د بلجیم دولت صلاحیت لري چې د پناه غوښتونکو د مراکزو د مدیریت مسولیت خصوصي ارګانونو ته وسپاري. اوسمهال بلجیم کې ۶ مرکزونه د خصوصي شرکتونو له خوا اداره کېږي.

«سوداګریز منطق»

د ازادو مهاجرو یو غړی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته وایي چې دمګړۍ دغه مرکز د «سوداګریز منطق» پر اساس اداره کېږي. په وینا یې: «سواستا شرکت د هوټلدارۍ برخه کې فعالیت کوي» او انتفاعي شرکت دی.

دغه شرکت د پناه غوښتونکو په مرکز کې د ټولنیزو کارکوونکو شمېر کم کړی دی. د سره صلیب د مدیریت پر مهال د یالهای د پناه غوښتونکو مرکز کې ۳۰ ټولنیز کارکوونکي په فعالیت بوخت و، خو اوس یې د کارکوونکو شمېر ۱۲ تنو ته رسېږي.

دغه راز د خوراکي توکو لپاره بودیجه هم کمه شوې ده. د سره صلیب په حواله تر دې دمخه هره ورځ پناه غوښتونکو ته ۵ اعشاریه ۱۰ یورو ورکول کېدلې، خو د ازادو مهاجرو په خبره نن سبا له پناه غوښتونکو سره د مالي مرستو کچه راټیټه شوې ده.

د ازادو مهاجرو سازمان زیاتوي چې د مرکز اوسېدونکي روغتیایي امکاناتو ته هم کافي لاسرسی نه لري. د یاد سازمان غړی وایي: «مرکز کې یوازې یو ډاکټر شته چې په اونۍ کې دوه ځله مهاجرو سره ګوري، خو د سره صلیب د مدیریت پر مهال هره ورځ یوه ډاکټر د مهاجرو روغتیایي چارو ته رسېدګي کوله.»

د ازادو مهاجرو ادارې د عیني شاهدانو له قوله زیاته کړې چې ځینو بلجیمي روغتونونو یې ملاقاتونه کنسل کړي ځکه چې مرکز د دوی د کاغذونو له ډکولو ډډه کړې وه.

پناه غوښتونکو ته ګواښونه

د ازادو مهاجرو سازمان دغه راز د مرکز د زوړتوب خبر ورکوي. په وینا یې دمګړۍ افغان پناه غوښتونکي ګدامونو کې ځای پر ځای شوي دي. خو دغه ځایونه مرطوب دي او تشناب او مرکز ګرمي نه لري.

د یاد سازمان له مخې پناه غوښتونکي د مرکز کارکوونکو له خوا هم له ګواښ سره مخ دي. عینو شاهدانو ویلي د مرکز مدیرې ځینو پناه غوښتونکو ته ګواښ کړی چې له شرایطو څخه د شکایت په صورت کې به یوه «ناوړه مرکز» ته انتقال شي او دوی به یې «دوسیې ناقصې» کړي.

د یادولو ده چې تېره ډېسمبر میاشت د یالهای ښاروال پولیسو ته د ورته ګواښونو په اړه اطلاع ورکړې وه. هغه بلجیمي رسنیو ته ویلي وو چې مرکز کې «ډاروونکی وضعیت» حاکم دی.

د ازادو مهاجرو سازمان وایي چې د پلټنو پای ته انتظار کوي خو نه پوهېږي چې ولې د یو غیرانتفاعي مرکز مدیریت باید خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.

د سواستا شرکت دومینیک نېدې نومېږي چې ۲۰۰۷ ټاکنو کې د ښې اړخې ګوند نوماند و. د یاد ګوند بنسټګر ژان ماري دېکر په کال ۲۰۰۹ کې په یوه لیکنه کې ویلي وو چې بلجیم کې باید مهاجرو ته امکانات کم کړل شي.

 

نورې ليکنې

Webpack App