له ارشیف څخه. د کالې د مهاجر کمپ د تړلو عملیات. انځور: مهدي شبیل
له ارشیف څخه. د کالې د مهاجر کمپ د تړلو عملیات. انځور: مهدي شبیل

د فرانسې اداري محکمې پرېکړه کړې چې د دغه هیواد په شمالي ښار کالې کې مهاجر یوازې دولتي مراکزو کې اوسېدلی شي. د مارچ میاشتې په پیل کې د کالې ښاروالۍ د یوه فرمان پر بنسټ د مهاجرو مدافع سازمانونو له خوا جوړ شوی مرکز تړلی و. یادو سازمانونو په بېړنیو حالاتو کې دغه مرکز کې مهاجرو ته سرپناه برابروله.

د لیل ښار اداري محکمې تېره چهارشنبه د اپریل میاشتې ۲۸مه د سکور کاتولیک او اراس سازمانونو هغه شکایت لیک رد کړ چې د «کرېش» په نامه د مهاجرو د هرکلي مرکز د بیا پرانیستو غوښتنه پکې درج شوې وه.

د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې نږدې ۱۵ مهاجر چې ډېری یې کم سنه سوډانیان ول په دغه لنډمهاله استوګنځي کې اوسېدل. د مهاجرو د هرکلي بېړنی مرکز د سکور کاتولیک او اراس سازمانونو له خوا اداره کېدله.

د کالې ښاروالۍ د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د یاد مرکز د تړلو پرېکړه وکړه. په وینا یې مرکز کې د اورلګېدنې په صورت کې د مهاجرو امنیت نه دی تضمین شوی.

قاضي وایي دولتي مراکز کافي دي...

قاضي په خپله پرېکړه لیک کې لیکي چې د «کرېش» تړل کېدو مهاجرو ته د سرپناه موندلو په برخه کې کومه ستونزه نه جوړوي. مانا یې دا چې مهاجر کولی شي په نورو ځایونو لکه د هرکلي او ازموینې مرکزونو کې شپې تېرې کړي. د محکمې له مخې د «کرېش» شتون ضروري نه ګڼل کېږي.

د قاضي په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې پا دو کالې کې د هرکلي او ازموینې دوه مرکزونه شته چې د ۱۷۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري: «دا سمه خبره ده چې دغه مرکزونه له سواحلو څخه لرې دي، خو د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ د ژمي پر مهال له مهاجرو ډک شوي نه وو.»

د دوو سازمانونو مدافع وکیل لیونل کروزویې بیا د «کرېش» شتوالی ضروري بولي. نوموړی زیاتوي چې د لا اکتیو سازمان سروېسونه یوازې د کاري ورځو په ۹ نیمو بجو دغو مرکزونو ته ځي، خو هغه مهاجر چې له سروېسونو پاتې کېږي له مجبورۍ د سړکونو پر غاړه شپه تېروي.

... سازمانونه وایي دا کفایت نه کوي

دغه دواړه سازمانونه ټینګار کوي چې «کرېش» بېړني وضعیت ته په کتو سره جوړ شوی و. دوی تېر ژمی مرکز کې هغو زیان منونکو (ښځې، ماشومان، کورنۍ، بې سنده مهاجر) ته سرپناه برابره کړې وه چې د هرکلي او ازموینې مرکزونو ته یې لاسرسی نه درلود. د سکور کاتولیک سازمان مسوله ژولیت دوله پلاس چې شمالي سواحلو کې د مهاجرو چارو مسولیت پر غاړه لري، کډوال نیوز ته وایي: «که تاسې د شپې او یا د اونۍ په پای کې کالې ته ورسېږئ، یوازنی انتخاب به مو دا وي چې په سړکونو شپه سبا وکړئ.»

د دوو سازمانونو مدافع وکیل خپل شکایت کې ورورولۍ او انساني کرامت ته اشاره کړې وه. نوموړي زیاته کړې وه چې «کرېش» خطرناک نه دی او یوازې په بېړنيو حالاتو کې مهاجرو ته سرپناه ورکوي.

خو د کالې ښاروالي بیا وایي چې د محکمې له پرېکړې راضي ده. د ښاروالۍ مدافع وکیلې شارلوت هرماري ټینګار کړی چې د هرکلي او ازموینې مرکزونو کې نورو کسانو ته هم ځای شته. نوموړې زیاته کړې: «هره شپه دغو مرکزونو کې ۸۰ تر ۱۰۰ کسانو لپاره خالي ځایونه شته.»

مرکزونه لرو پرتو سیمو کې موقعیت لري

خو د ژولیت دوله پلاس په وینا: «دا سمه ده چې د هرکلې او ازموینې مرکزونو کو ځای شته، خو خبره دا ده چې دغه مرکزونه لرو پرتو سیمو کې موقعیت لري او د کم سنه مهاجرو لپاره مناسب نه دي.» هغه زیاتوي چې «دولتي مرکزونه» کافي نه دي.

په خبره یې، له همدې امله ځینې وختونه پولیس له سازمانونو سره تماس نیسي - معمولاً د شپې له خوا - او ورنه غواړي چې له مانش کاناله ژغورل شویو مهاجرو ته سرپناه ورکړي.

د دواړو سازمانونو مدافع وکیل کروزیې د محکمې تر پرېکړې وروسته وویل چې د دوی د شکایت دلیل دا و چې «دغه بېړنی حالت په رسمیت وپېژندل شي او ښاریانو ته اجازه ورکړل شي چې اړمنو کسانو ته سرپناه برابره کړي.»

دمګړۍ د سکور کاتولیک د مذهبي چارو مسول فیلیپ دېمیستر په خپل کور کې هغو مهاجرو ته سرپناه برابره کړې چې تر دې دمخه «کرېش» کې اوسېدل. د یادولو ده چې نن سبا تر ۱۰۰۰ زیات مهاجر د کالې پر سړکونو شپه سبا کوي.

 

نورې ليکنې