انځور: کډوال نیوز
انځور: کډوال نیوز

ګینیایی مهاجر علي چې کډوال نیوز د روان کال په پیل کې ورسره خبرې کړې وې وایي تر اوسه هم کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. هغه هره ورځ پاریس کې د خوړو د وېشلو بېلابېلو ځایونو ته مراجعه کوي. په ورته مهال سازمانونه وایي چې د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی او ځینې وختونه ټولو ته خواړه نه رسېږي.

ګینیایی مهاجر علي ۱۵ کلن دی. هغه اوس په یوه دولتي هوټل کې اوسېږي، خو تر دې دمخه یې د سړکونو پر غاړه زیات وخت تېر کړی دی. علي وایي چې ډېری وختونه وږی پاتې کېږي. هغه هوټل کې چې علي پکې اوسېږي مهاجرو ته د ورځې یو وار ډوډۍ ورکول کېږي: د ماښام په ۶ بجو. علي وایي: «دوی خپلې هڅې کوي، خو کله ناکله ډوډۍ ټولو ته نه رسېږي. زه ځینې وختونه وږی پاتې کېږم. څوک موږ ته د سهار او د غرمې له خوا ډوډۍ نه راکوي. له همدې امله د شپې ډوډۍ کفایت نه کوي.»

علي هره ورځ پاریس کې د خوړو د وېشلو بېلابېلو مرکزونو ته مراجعه کوي او لیکو کې انتظار باسي. په خبره یې په تېرو څو اونیو کې وضعیت نور هم خراب شوی دی. هغه وایي: «ځینې کسان د ورځې په ۳ او ۴ بجو پورت دوبرویلیې او یا پورت دو لا ویلت ته ځي، خو بیا هم ورته ډوډۍ نه رسېږي... د سازمانونو کارکوونکي وایي نور ډوډۍ نشته، بخښنه غواړو.»

ګڼ شمېر سازمانونه د فرانسې په پلازمېنه پاریس او شاوخوا سیمو کې مهاجرو ته وړیا خواړه ورکوي.

«پخوا به مهاجرو ته دوه ځله خواړه ورکول کېدل، خو اوس دا کار شونی نه دی»

د سولیداریتې میګران ویلسون په نامه د مهاجرو مدافع سازمان د علي خبرې تاییدوي. دغه سازمان هره سه شنبه د ماښام له خوا د پاریس په پورت دوبرویلیې کې پر مهاجرو خواړه وېشي. د دې سازمان غړی فیلیپ کارو کډوال نیوز سره خبرو کې وایي: «لږ مخکې مو هره شپه ۲۰۰ تر ۲۵۰ مهاجرو ته خواړه ورکول، خو اوس پر ۴۰۰ تر ۴۵۰ مهاجرو خواړه وېشل کېږی. زیات شمېر کسان په لیکو کې ولاړ وي. پخوا به مهاجرو ته دوه ځله خواړه ورکول کېدل، نن سبا دا کار ناشونی دی.»

بیا ولولئ: د پاریس په کومو ځایونو کې پر مهاجرو خواړه وېشل کېږي؟

د سولیداریتې میګران وېلسون سازمان د ګزمه کوونکو ډله چې د پاریس لرو پرتو ناحیو کې پر مهاجرو خواړه وېشي دغه خبره تاییدوي. فیلیپ کارو وایي چې تر ګزمې وروسته نور هېڅ خواړه نه پاتې کېږي.

«ځینو کسانو ته خواړه نه رسېږي»

د پاریس په ۱۹مه ناحیه کې د ټولو ته یوې شوربا په نامه سازمان وایي په دې خواشینی دی چې ټولو ته خواړه نه شي رسولی. د دې سازمان یو رضاکار کډوال نیوز ته وایي: «له څو میاشتو راهیسې د مهاجرو په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دمګړۍ موږ هره ورځ ۶۵۰ کسانو ته خواړه ورکوو. خو ټولو ته ډوډۍ نه رسېږي. په ورځ کې شاوخوا ۵۰ کسان وږي پاتې کېږي.»

نوموړی زیاتوي چې د شوربا دفتر مخ ته لیکو کې په سلګونو کسان ولاړ وي. په خبره یې: «که څوک په ۳ بجو شوربا ته ځان ورسوي، فکر کوم چې ډوډۍ ترلاسه کول به اسان نه وي. د ۴ بجو په شاوخوا لیکو کې ۵۰۰ کسان ولاړ دي.»

د کورونا ویروس ناوړه اغېز

سازمانونه په دې اند دي چې د کورونا ویروس وبا د وضعیت د خرابېدو سبب شوې ده. د شوربا رضاکار په حواله: «دمګړۍ زیات شمېر خلک موږ ته مراجعه کوي. یوازې مهاجر او نوي رسېدلي کسان نه دي، فرانسویان هم راځي، ځوانان، ښځې، کورنۍ. پخوا داسې نه و.»

فیلیپ کارو بیا وایي چې د شپې له خوا ګرځبندیز هم خوړو ته د نه لاسرسی سبب شوی دی. نوموړی زیاتوي: «پخوا به د پاریس ښاریان د شپې له خوا مهاجرو او بې سرپناه کسانو ته خواړه ورکول. خو اوس خلک له ګرځبندیزه ډارېږي.»

علي له فیلیپ کارو سره موافق دی. هغه وایي: «پخوا دلته یوه ښځه وه چې موږ ته سنګالي ډوډۍ راکوله. موږ ته یې چپ راکاوه، حال مو ښه و. خو اوس هغه نور دلته نشته، نه پوهېږم چې ولې.»

ځینې ورځې علي د پاریس په شمالي برخه کې د خوړو په لټه ګرځي. په وینا یې: «ټوله ورځ ګرځو. ډوډۍ نه پیدا کېږي. وږي پاتې کېږو، خو پوهېږو چې چاره نشته. فکر مې نه کاوه چې پاریس به داسې وي.»

 

نورې ليکنې