له ارشیف څخه. انځور: د مانش او شمالي سمندر قومنداني
له ارشیف څخه. انځور: د مانش او شمالي سمندر قومنداني

فرانسوي چارواکي وایي په تېرو دوو ورځو کې یې مانش کانال کې ۴۵ مهاجر ژغورلي دي. دغو کسانو غوښتل چې برتانیا ته واوړي. په ورته مهال برتانوي سرچینې وایي ۲۷۷ مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني وایي، پرون یکشنبه د می میاشتې ۲مه، د ګری نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز د پا دو کالې په ساحلي اوبو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نږدې شل مهاجر ژغورلي دي.

په لومړي سر د سمندري ژاندارم یوې بېړۍ د ګري نې مرکز ته د کالې ساحلي اوبو کې د یوې داسې کښتۍ په اړه اطلاع ورکړه چې سمندر کې له ستونزو سره مخ شوې وه.

دغه کښتۍ کې ۱۵ مهاجر سپاره ول. دوی کالې بندر ته تر انتقالېدو وروسته روغتیایي ژغورونکو او سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

لږ وروسته د ساحلي ګزمه کوونکو بېړۍ ګري نې ته د یوې بلې کښتۍ په اړه اطلاع ورکړه چې هغه هم سمندر کې له ستونزو سره مخ شوې وه. د ګري نې ژغورونکو دغه کښتۍ کې سپاره دوه کسان وژغورل او د کالې سرحدي ځواکونو ته یې وسپارل.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ د ژغورل شویو روغتیایي وضعیت ښه بللی او مهاجرو ته یې خبرداری ورکړی چې د مانش کانال له لارې غیرقانوني سفرونه له ګواښونو ډک دي. 

د یو بل خبر له مخې د ګري نې مرکز تېره شنبه د می میاشتۍ لومړۍ نېټه مانش کانال کې ۲۸ کسان ژغورلي دي.

د فرانسې سمندري قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکي چې د ګري نې ژغورونکو لومړی بولونی سور مېر کې ۳ مهاجر ژغورلي چې په یوه بېړۍ کې سپاره ول.

دوی ورپسې د امبلتوز په ساحلي اوبو کې د مهاجرو یوه ۲۵ کسیزه ډله وژغورله. ژغورل شوي کسان سور مېر بندر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

برتانیا ته نږدې درې سل مهاجر رسېدلي

په ورته مهال برتانوي رسنیو د مانش کانال له لارې برتانیا ته د سلګونو مهاجرو د رسېدو خبر ورکوي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز په حواله پرون یکشنبه په څلورو کښتیو کې سپاره ۹۲ مهاجرو برتانیا ته ځان رسولی دی. نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره شنبه برتانیا ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر ۱۸۵ کسانو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه د اپریل میاشتې ۲۸مه په ۹ کوچنیو بېړیو کې سپاره ۲۰۹ مهاجرو د مانش کاناله په تېرېدو سره برتانوي سواحلو ته ځان رسولی و.

له تېرو څو کلونو راهیسې زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې په ناقانونه طریقه کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې د فرانسې له سرحدي ښارونو څخه برتانیا ته واوړي، خو د اوبو د څپو د لوړوالي او د لویو کښتیو د ګڼې ګوڼې له امله له زیاتو ستونزو سره مخېږي. ځینو له همدې امله د سمندري سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

 

نورې ليکنې