د فرانسې د ماشومانو د حقونو ټولنې په ګډون زیاتو سازمانونو فرانسه کې د کم سنه مهاجرو د برخلیک نه روښانېدو او ورسره د توپیري چلند له امله د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټې ته شکایت کړی دی. دوی فرانسه په دې تورنوي چې د ماشومانو له حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده.
د فرانسې د ماشومانو د حقونو ټولنې په ګډون زیاتو سازمانونو فرانسه کې د کم سنه کسانو له حقونو څخه د سرغړونې په تړاو ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی. دغه ټولنې خبرداری ورکوي: «دمګړۍ زرګونه بې سرپرسته او کم سنه کډوال یوازې د سازمانونو او متعهدو ښاریانو له مرستې څخه برخمن کېږي، په داسې حال کې چې دوی باید د فرانسې دولتي امکاناتو ته لاسرسی ولري.»
تر دې دمخه ګڼو سازمانونو فرانسه کې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې دوی یوې نړیوالې ادارې ته مراجعه کوي.
د فرانسې د ماشونو د حقونو شورا، کېدز امپاورمنټ او ځینو نورو سازمانونو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دوی دغې مسلې ته د رسیدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو شورا ته شکایت ثبت کړی دی.
دوی وایي هدف یې دا دی چې فرانسه کې د ماشومانو له حقونو څخه د «جدي او سیستماتیکو سرغړونو» په اړه پلټنې پیل شي.
بیا ولولئ: افغان مهاجر منصور په پاریس کې: «وایم چې کمسن یم خو څوک یې نه مني»
«پر کم سنه ماشومانو شک»
دغه سازمانونه وایي چې فرانسه کې د دغو کسانو نابالغتوب په رسمیت نه پېژندل کېږي – چې له امله یې دوی د ماشومانو د ملي ساتنې امکاناتو څخه بې برخې کېږي – او د فرانسې په دیپارتمنتونو کې یې دوسیې په غیرعادلانه او توپيري توګه ارزول کېږي.
شکایت لیک کې راغلي دي چې فرانسه کې د کم سنه مهاجرو پر وړاندې عمومي شک شته. زیاته شوې: «د رسمي پروټوکلونو له مخې ځینې سندونه مخکې له مخکې د اعتبار وړ نه دي.»
بیا ولولئ: فرانسه: مونپلیه کې درې مهاجر د خپلو عمرونو په اړه د درواغ ویلو په تور محکوم شوي
د نوموړي شکایت لیک له مخې ځینې وختونه د کم سنه مهاجرو د عمرونو د معلومولو لپاره د هډوکو ازموینې ترسره کېږي. حال دا چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو کمیټې یادې ازموینې غندلې دي.
په وینا یې ډېری وختونه دغه ازموینې د دې سبب کېږي چې کم سنه مهاجر له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي: مانا یې دا چې دغه کسان د سرپناه د نه لرلو له امله دې ته اړ کېږي چې د سړکونو پر غاړه شپه سبا وکړي.
بیا ولولئ: فرانسه د کم عمره کډوالو د اداري او حقوقي چارو په اړه معلومات
«دا وېره شته چې کم سنه مهاجر پر مجرمانو بدل شي»
د فرانسې د ماشومانو د حقونو شورا مشره ارمېل لو بیګو – مکو کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې د فرانسې په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې له کم سنه مهاجرو سره توپیري چلند کېږي. نوموړی زیاتوي چې له ماشومانو سره توپیري چلند د «زغم» نه دی.
شکایت لیک کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کې فرانسه کې یوازې ۱۶،۶ سلنه مهاجر د کم سنه کسانو په توګه پېژندل شوي دي. په ۲۰۱۸ کې د فرانسې د عدلیې شورا په یو راپور کې ویلي وو چې مختلفو دیپاتمنتونو کې له کم سنه کسانو سره توپیري چلند د هغوی پر راتلونکي ناوړه اغېز لرلی شي.
سازمانونه وایي چې د دې راپور له خپرېدو درې کاله وروسته وضعیت کې لا هم بدلون نه دی رامنځ ته شوی. د ارمېل لو بیګو – مکو په خبره: «موږ وېره لرو چې دغه کم سنه کسان پر مجرمانو بدل شي.» نوموړې هیله څرګندوي چې د دولت او د سازمانونو ترمنځ د کم سنه مهاجرو د برخلیک په اړه د بحث زمینه برابره شي. په خبره یې: «جرمي ډلې دلته دي او پوهېږي چې له دغو کم سنه کسانو څخه ناوړه ګټه اخیستلی شي.»
دا لومړی ځل نه دی چې فرانسه له کم سنه کسانو سره د توپیري او ناسم چلند له امله تورنېږي. تېره فبروري میاشت د فرانسې د بشري حقونو ملي کمېسیون د کم سنه کډوالو چارو ته د نه رسیدګي له کبله پر دولت نیوکې کړې وې. یاد کمېسیون ویلي وو: «کم سنه مهاجر تر هر څه مخکې ماشومان دي. دوی باید د ماشومانو د ساتنې له حق څخه برخمن شي او اړتیاوې یې دې پوره کړل شي.» دغه کمېسیون په ۲۰۱۸ کې ویلي وو چې کم سنه مهاجر باید په چټک ډول ومنل شي.