د پاریس سن ژرمن لوبغاړی د پاریس په شمال کې پر مهاجرو خواړه وېشي. انځور: د مواز کین له انسټاګرام پاڼې څخه
د پاریس سن ژرمن لوبغاړی د پاریس په شمال کې پر مهاجرو خواړه وېشي. انځور: د مواز کین له انسټاګرام پاڼې څخه

تېره یکشنبه د پاریس سن ژرمن ټیم لوبغاړي مواز کین له خپلو ملګرو سره د پاریس په شمالي پورت دو لا شاپل سیمه کې پر مهاجرو خواړه ووېشلي دي. نوموړي پر خپله انسټاګرام پاڼه د خوړو د وېشلو عکسونه خپاره کړي ډي.

د پاریس سن ژرمن ایټالوي لوبغاړي مواز کین تېره یکشنبه د می میاشتې ۲مه پر خپله انسټاګرام پاڼه یو انځور خپور کړ چې ښيي هغه له خپلو ملګرو سره د پاریس په شمالي پورت دو لا شاپل سیمه کې پر مهاجرو خواړه وېشي.


دغه لوبغاړی چې په اصل کې د ساحل عاج دی لیکي: «د درد لرې کول». انځورونو کې لیدل کېږي چې نوموړي خولۍ اغوستې او د سړک پر غاړه مهاجرو ته خواړه ورکوي.

نورو لوبغاړو لکه میچل بکر، بلېز ماتویدي او رافایل لونو د مواز کین دغه اقدام ستایلی دی.

د پاریس په شمالي سیمه کې په سلګونه مهاجر، چې ډېری یې افریقایان دي، په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. ډېری دغه کسان د خوړو د ترلاسه کولو لپاره پورت دوبرویلیې او پورت دو لاشاپل سیمو ته ورځي. دغو سیمو کې د مهاجرو مدافع سازمانونو پر مهاجرو خواړه وېشي.

لږ مخکې ځینو سازمانونو ویلي وو چې د مهاجرو د شمېر د زیاتوالي له کبله بعضي وختونه ټولو کسانو ته خواړه نه رسېږي. 

 

نورې ليکنې