انځور: رویټرز، یوناني ځواکونو د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې.
انځور: رویټرز، یوناني ځواکونو د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې.

د یونان ساحلي ځواکونه وایي پرون دوشنبه د می میاشتې ۳مه یې د مهاجرو یوه بېړۍ کالاماتا بندر ته انتقال کړې ده. دغه بېړۍ کې ‍۱۸۴ کسان سپاره ول. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي چې دغه بېړۍ د ایټالیا پر لور روانه وه.

د یونان ساحلي ځواکونو په حواله دا بېړۍ د دوشنبې په ورځ د می میاشتې ۳مه د یونان سوېلي کالاماتا بندر ته رسېدلې ده. په وینا یې دغې کښتۍ چارواکو ته سېنګال ورکړی و.

چارواکو زیاته کړې چې تېره یکشنبه یوه مال وړونکې کښتۍ سمندر کې له دغې بېړۍ سره مرسته کړې وه. په خبره یې د مهاجرو کښتۍ له خپل مسیره منحرفه شوې وه او د یونان مېتاپان دماغې په ۵۰ کیلومترۍ کې یې موقعیت درلود.

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري د ساحلي ځواکونو له قوله کډوال نیوز ته وایي: «دغه بېړۍ چې ۲۰ متره اوږدوالی لري د ایټالیا پر لور راونه وه.» بل پلو رسنیو زیاته کړې چې یادې بېړۍ له ترکیې څخه خپل سفر پیل کړی و او پکې سوریایان، عراقیان، پاکستانیان، ایرانیان او افغانان سپاره ول.

لویې او مجهزې بېړۍ

اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د انتقالولو لپاره د لویو او مجهزو بېړیو کارول کومه نوې پدیده نه ده. تر دې دمخه قاچاق وړونکو له مصر او ترکیې څخه په لویو بېړیو کې مهاجر ایټالیا ته قاچاق کړي دي.

یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاندې ستېلا نانو ویلي: «پخوا هم داسې بېړۍ د مهاجرو او پناه غوښتونکو د انتقالولو لپاره کارول شوې دي.»

تېره نومبر میاشت ایټالیا کې د بنګله دېشي مهاجرو د قاچاقولو یوه ډله له منځه یووړل شوه. دغو بهرنیو کارګرو دې ته اړ کړل شوي وو چې په هغو ګودامونو کې کار کاوه چې قیمتي بېړۍ یې جوړولې. چارواکو د انساني قاچاق په تړاو ۸ کسان نیولي او د ۹۰۰ زره یورو په ارزښت وسایل یې ضبط کړي وو.

 

نورې ليکنې