د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د پاکستان په ځینو سیمو کې هغو افغان کډوالو ته د کورونا واکسین ورکول کېږي چې شرایط یې پوره کړي وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په حواله د پاکستان په ځینو سیمو کې یو شمېر افغان مهاجر د کورونا ضد واکسین ترلاسه کولی شي. د دغه سازمان د یوې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې هغو افغان مهاجرو ته د کورونا واکسین ورکړل شي چې شرایط یې پوره کړي دي.
یاد سازمان زیاته کړې چې تر اوسه پر ۱۰ افغان مهاجرو د کورونا واکسین تطبیق شوی دی.
پاکستان کې د ملګرو ملتونو استازي نوریکو یوشیدا د پاکستان دا اقدام مهم بللی او زیاته یې کړې چې «کورونا د مهاجرو او غیرمهاجرو ترمنځ توپیر نه شي کولی او ټول خلک ګواښوي.» د خبرپاڼې له مخې تر هغه وخت پورې چې ټول خلک په امن کې نه وي، هېڅوک به ځان خوندي نه شي ګڼلی.
د پاکستان د قومندې او عملیاتو مرکز چې د کورونا ویروس د مهارولو دنده په غاړه لري د واکسین د تطبیقولو پروګرام کې د هغو افغان مهاجرو له شاملېدو سره موافقت کړی چې راجسټر کارتونه لري.
بیا ولولئ: پاکستان: ۱،۴ میلیونه راجستر افغان کډوالو ته نوي «سمارټ کارتونه» وېشل کېږي
افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله زیات شمېر افغانستان ګاوندي هیواد پاکستان ته مهاجر شوي دي.
د شمېرو له مخې دمګړۍ په پاکستان کې نږدې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې په دغه ډله کې ۱،۴ میلیونه يي راجستر دي او شاوخوا یو میلیون نور د اې سی سي په نوم کارتونه لري چې په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو ویشل شوي دي. یو شمېر نور بیا د کډوالۍ هیڅ اسناد نه لري.