د ایټالیا او فرانسې پر ګډه پوله د سرحدي پولیسو قومنداني. انځور: کډوال نیوز
د ایټالیا او فرانسې پر ګډه پوله د سرحدي پولیسو قومنداني. انځور: کډوال نیوز

د بشري حقونو د څار سازمان نن چهارشنبه د می میاشتې ۵مه د یو راپور په خپرولو سره وویل فرانسه هره میاشت لسګونه کم سنه ماشومان په ناقانونه توګه ایټالیا ته لېږدوي.

د بشري حقونو څار سازمان نن چهارشنبه د یو راپور په خپرولو سره وویل، د فرانسې سرحدي پولیس هره میاشت لسګونه کم عمر لرونکي ماشومان په ناقانونه توګه ایټالیا ته بېرته لېږدوي. د یاد سازمان له مخې امنیتي ځواکونه د دغو کسانو د اخراج د توجیه لپاره پر رسمي اسنادو جعلي عمرونه لیکي.

د بشري حقونو څار سازمان د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې له هغو شپږو بې سرپرستو او کم سنه مهاجرو سره خبرې کړې چې ایټالیا ته شړل شوي وو. دغو ماشومانو پولیسو ته ویلي وو چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو ټیټ دي، خو امنیتي ځواکونو بیا رسمي اسنادونو کې غلطې نېټې ثبت کړې وې ترڅو وښيي چې دوی ۱۸ کلن دي.

د بشري حقونو څار سازمان دغه راز له اخراج شویو بالغو مهاجرو، رضاکارانو، بشردوستانه کارکوونکو او مدافع وکیلانو سره مرکې کړې دي.

د راپور له مخې ډېری مهاجر د فرانسې له مانتون ښار څخه د ایټالیا ونتمال ښار پر لور شړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان پوله کې د فعالو سازمانونو له قوله ویلي چې داسې پېښې په منظمه توګه رامنځ ته کېږي. د دیاکونیا والدېز او وي ویورد ایټالوي سازمانونو غړي چې ونتمیل کې مهاجرو ته حقوقي مرستې برابروي ویلي دوی هره ورځ د ورته پېښې شاهدان دي.

«سرحدي پولیس د مهاجرو د عمر د تعیینولو صلاحیت نه لري»

په ورته مهال د بشري حقونو د څار سازمان د فرانسې څانګې مشره بندېکت ژان رود وایي: «د فرانسې سرحدي پولیس دا صلاحیت نه لري چې ووایي څوک کم سن دی او څوک کم سن نه دی.» په خبره یې امنیتي ځواکونه باید دغه ځوان مهاجر د ماشومانو ساتنې ادارې ته ور وسپاري ترڅو دوی هلته له مناسبو خدماتو څخه برخمن شي.

راپور کې دا هم راغلي دي چې سرحدي ځواکونه مهاجرو ته د پناه غوښتنې حق په اړه معلومات نه ورکوي. د راپور له مخې پولیس مکلف دي چې د کم سنه ماشومانو په ګډون هر هغه کس ته چې غواړي فرانسه کې د پناه غوښتنې وکړي چارواکو ته د خپلې غوښتنې د وړاندې کولو چانس ور برابر کړي. خو په عمل کې دوی د ماشومان لرونکو کورونیو په ګډون زیات شمېر بالغ کډوال اخراج کړي او ورته یې د پناه غوښتنې حق په اړه څه نه دي ویلي.

تېره سپټمبر میاشت کډوال نیوز د ایټالیا او فرانسې ګډې پولې ته د یو سفر پر مهال له ځینو داسې کسانو سره مرکې کړې وې چې غوښتل یې فرانسه کې پناه واخلي، خو پولیسو دوی ایټالیا ته بېرته لېږدولي وو.

بیا ولولئ: د فرانسې او ایټالیا ګډه پوله: پولیسو یوه ښځه او ۵ کلن ماشوم یې په شا تمبولي

سږ کال تر دې دمه هره ورځ نږدې اتیا مهاجر شړل شوي

د بشري حقونو د څار سازمان د مانتون د سرحدي پولیسو پوسته کې د اخراجېدونکو کسان پر بندي کېدو هم نیوکې کوي. هغه کسان چې د شپې له خوا نیول کېږي ایټالیا ته تر لېږدونې مخکې په غرفو کې شپه سبا کوي.

د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۳مه د فرانسې د دولت شورا د دغو غرفو موجودیت تصویب کړ. تر دې دمخه د نړۍ ډاکټرانو او پوله کې د بهرنیانو د ملاتړ ملي سازمان د دغو غرفو د لغو غوښتنه کړې وه.

د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې هره ورځ لږ تر لږه ۸۰ مهاجر د مانتون له پولې څخه د ایټالیا پر لور شړل شوي دي. د فرانسې قوانین سرحدي پولیسو ته اجازه ورکوي چې له ایټالیا څخه فرانسې ته د رسېدونکو کسانو د اخراج لپاره د «ننوتلو منع» په نامه له یو چټک پروسیجر څخه کار واخلي.

په ورته مهال د الپ ماریتیم دیپارتمنت وایي چې له ۲۰۱۷ راهیسې یې د ۷۵۰۰ ځوانو مهاجرو هرکلی کړی دی. کډوال نیوز هڅه وکړه چې د بشري حقونو د څار سازمان راپور په اړه د الپ ماریتیم قومندانۍ نظر واخلي، خو بریالی نه شو. 

 

نورې ليکنې