د تېرې اپریل میاشتې پر ۳۰مه د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ۶ کسان د کم سنه خو متخلفو مهاجرو د استثمارولو په تور ونیول شول. دوی هغه بې سرپرسته مهاجر استثمارول چې له مغرب څخه فرانسې ته راغلي وو.
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د مهاجرو د استثمارولو دوه ډلې له منځه وړل شوې دي. د فرانسې خبري اژانس د یوې قضایي سرچینې له قوله وایي چې د تېرې اپریل میاشتې پر ۳۰مه ۶ کسان د انساني استثمار په تور نیول شوي دي.
د سرچینې په حواله تېره جمعه د پاریس یوې محکمې پر ۵ کسانو د استثمار، سازمان یافته ډلې سره تړاو، غلا او د پیسو د مینځلو تورونه لګولي دي. دمګړۍ یاد کسان لنډمهاله بند کې دي.
سرچینې زیاته کړې چې یو شپږم کس له جرمي ډلې سره د تړاو او د پیسو د مینځلو په خاطر تر قضایي کنترول لاندې دی.
فرانسوۍ رسنۍ فیګارو تېره اونۍ لیکلي وو چې د پاریس د عامه امنیت پولیسو سن سن دني او وال دو مارن کې ۷ مراکشيان او الجزایريان نیولي دي چې اسناد یې نه درلودل. دغو کسانو ځوانو بهرنیانو ته د اوسېدو ځای برابراوه او ور ته یې هغه سکتورونه ښودل چې غلا کول پکې اسان وو.
فیګارو زیاته کړې وه چې کم سنه مهاجر د اشتباه په صورت کې جریمه کېدل او تر غلا وروسته ورته ډېرې لږې پیسې ورکول کېدلې.
بیا ولولئ: فرانسه د کم عمره کډوالو د اداري او حقوقي چارو په اړه معلومات
فرانسه کې د کم سنه خو متخلفو بهرنیانو شتوالی غالباً بحثونه راپاروي. یو پارلماني راپور چې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ کم سنه خو متخلفو بهرنیانو سره تر مرکو وروسته ترسره شوی ښيي چې د دغو کسانو له ډلې لس سلنه یې جرمي لومو کې لوېدلې. د راپور له مخې د متخلفو مهاجرو له ډلې ۷۵ سلنه یې الجزایریان او مراکشیان دي.
د هرو سیمې استازي ژان فرانسوا الیو چې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «په اکثرو حالاتو کې دوی هغه ۱۶ او یا ۱۷ کلن مغربیان دي چې د مهاجرت له امله یې شوک لیدلی، په نشه توکو روږده دي، یوه قاچاقي ډلو کې غلا کوي.»
دغه کسان چې ډېری یې د پاریس په ۱۷مه ناحیه او د فرانسې په ځینو نورو ښارونو کې دي، په دواګانو او نشه یي توکو اخته دي او په سړکونو، عامه ترانسپورت او یا درملتونو کې غلاګانې کوي.
بیا ولولئ: سازمانونو فرانسه کې د کم سنه مهاجرو د برخلیک نه روښانېدو له امله ملګرو ملتونو ته شکایت کړی
لږ مخکې د فرانسې د ماشومانو د حقونو شورا مشرې ارمل لو بیګو مکو کډوال نیوز سره په خبرو کې د کم سنه مهاجرو دغه ستونزې ته په اشارې سره ویلي وو: «موږ وېره لرو چې دغه کم سنه کسان پر مجرمانو بدل شي.» نوموړې هیله څرګندوي چې د دولت او د سازمانونو ترمنځ د کم سنه مهاجرو د برخلیک په اړه د بحث زمینه برابره شي. په خبره یې: «جرمي ډلې دلته دي او پوهېږي چې له دغو کم سنه کسانو څخه ناوړه ګټه اخیستلی شي.»
څو ورخې مخکې د فرانسې د ماشومانو د حقونو ټولنې په ګډون زیاتو سازمانونو فرانسه کې د کم سنه مهاجرو د برخلیک نه روښانېدو او ورسره د توپیري چلند له امله د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټې ته شکایت وکړ. دوی فرانسه په دې تورنه کړې وه چې د ماشومانو له حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده.