انځور: پېکچر الاینز
انځور: پېکچر الاینز

ترکي پولیسو د استانبول هوایي ډګر کې د انساني قاچاقو یوه ډله نیولې چې د بنداژونو په کارولو سره یې مهاجر د هوایي ډګر له لارې اروپايي هیوادونو ته انتقالول.

د رسنیو په حواله ترکیې امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه د می میاشتې ۵مه وویل استانبول هوایي ډګر کې یې د انساني قاچاقو یوه ډله نیولې ده.

ترکي رسنۍ دېلي سبا د پولیسو له قوله ویلي چې د تېرې اپریل میاشتې پر ۳۰مه د استانبول هوایي ډګر کې د قاچاقي ډلې یو غړی، یو مهاجر چې خپله څېره یې په بنداژ تړلې وه او هغه سړی چې خپل پاسپورټ یې مهاجر ته ورکړی و نیول شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې دغې ډلې ترکیې ته د مهاجرو د داخلېدو زمینه برابروله او د جعلي پاسپورټونو په کارولو سره یې دوی اروپا ته انتقالول.

زیاته شوې چې دوی به د مهاجرو د څېرو د نه پېژندل کېدو په خاطر بنداژونه کارول ترڅو وښيي چې مهاجرو لږ مخکې جراحي عملیات کړي.

«هغه غږېدلی او ګرځېدلی نه شي»

د څېړنو له مخې لبناني مهاجر محمد الجمال د جعلي پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره دغې ډلې ته پیسې ورکړې وې. قاچاق وړونکو بیا د مېک اپ په کارولو د نوموړي سر او لاسونه په بنداژ تړلي وو. محمد الجمال ماسک هم اغوستی و.

نوموړی د د ډلې د اسراییلۍ غړې استر هانا سره یو ځای د استانبول هوایي ډګر ته لاړ.

سرحدي پولیسو غوښتل چې له الجمال څخه پوښتنه وکړي، خو د ډلې غړې هانا ورته وویل چې هغه د جراحۍ عملیاتو له کبله غږېدلی او ګرځېدلی نه شي.

نوموړې د الجمال جعلي پاسپورټ پولیسو ته ورکړ چې نوم یې پکې محمد بانوت لیکل شوی و. پولیسو بیا الجمال ته وویل چې خپل ماسک لرې کړي.

په پای کې چارواکو وموندله چې د الجمال پاسپورت جعلي دی.

الجمال اعتراف کړی چې د له قاچاقبرانو سره تر معاملې وروسته استر هانا ورته جعلي پاسپورټ برابر کړی دی. پولیسو د پاسپورټ اصلي خاوند محمد بانوت هم نیولی چې د تلاشۍ پر مها په هوایي ډګر کې و.

 

نورې ليکنې