له کروشیا څخه شړل شوي مهاجر. انځور: پېکچر الاینز
له کروشیا څخه شړل شوي مهاجر. انځور: پېکچر الاینز

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین پرون چهارشنبه په یوه لیکنه کې وویل چې تېر کال لږترلږه ۴۰۰۰۰ مهاجر د اروپایي ټولنې په پوله کې شړل شوي دي. په وینا یې د مهاجرو د بېرته شړلو له امله تر ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین پرون چهارشنبه د می میاشتې ۴۵مه په یوه لیکنه کې وویل چې د اروپا په پولو کې د فرانتکس او اروپایي هیوادونو له خوا د مهاجرو د شړلو له امله لږترلږه ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې دغه شمېر یې د ملګرو ملتونو اژانسونو او د سازمانونو د راپورونو پر بنسټ ترلاسه کړی دی.

ګارډین وایي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کې نږدې سل زره مهاجر د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي دي، تېر کال د اروپایي ټولنې په پولو کې د مهاجرو په شړلو کې زیاتوالی راغلی دی.

ورځپاڼه لیکي: «د ۲۰۲۰ له جنورۍ راهیسې ایټالیا، مالتا، یونان، کروشیا او اسپانیا خپل مهاجرتي سیاست نور هم سخت کړی دی. د کورونا ویروس له امله د پولو د تړل کېدو وروسته دغو هیوادونو له اروپایي ټولنې بهر هیوادونو او خصوصي کښتیو ته اروپا ته د مهاجرو د بېړیو د راتګ د مخنیوي لپاره پیسې ورکړې دي.»

پوله کې د تاوتریخوالي د نظارت شبکې د یو راپور له مخې چې تېره سه شنبه خپور شو تېر کال کروشیا کې د مهاجرو غیرقانوني شړنه کې ۹۰ سلنه زیاتوالی راغلی. یاد راپور دغه راز ښيی چې کروشیا کې د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی د ۲۰۱۹ پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د ګارډین له مخې د مهاجرو د غیرقانوني شړلو پیښې یونان کې هم لیدل شوې دي. په خبره یې د ۲۰۲۰ له جنورۍ راهیسي یونان له خپلو ساحلي اوبو څخه نږدې ۶۲۳۰ کسان شړلي دي.

لیبیا ته بېرته لېږدونه

ګارډین زیاتوي چې په مدیترانه کې هم مهاجر په ناقانونه توګه شړل شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له مخې تېر کال لږترلږه ۱۵۵۰۰ پناه غوښتونکي په سمندر کې نیول شوي او د لیبیا د ساحلي ځواکونو له خوا طرابلس ته انتقال شوي دي.

ایټالیا او لیبیا په دې تورنې دي چې مدیترانه کې له هغو کښتیو سره مرسته نه کوي چې له ستونزو سره مخ دي. تېره اپریل میاشت د الارف فون تېلېفوني پلتفورم وویل دغو دوو هیوادونو د هغو مهاجرو تماسونو ته ځواب نه دی ورکړی چې سمندر کې له ستونزو سره مخ وو. یاده پېښه کې ۱۳۰ کسان ډوب شول.

دغه راز مالتا مدیترانه کې د مهاجرو پر شړلو تورنه ده. تېره سپټمبر میاشت د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې وویل مالتا د «غیرقانوني تکتیکونو» په کارولو سره دغه هیواد کې د مهاجرو د ښکته کېدو مخه نیسي.  

 

نورې ليکنې