مهاجر په دغه جمنازیم کې ځای پر ځای شوي وو. انځور: یوتوپیا ۵۶
مهاجر په دغه جمنازیم کې ځای پر ځای شوي وو. انځور: یوتوپیا ۵۶

د فرانسې حکومت او د پاریس ښاروالۍ هغو ۴۰۰ کسانو ته سرپناه برابره کړې چې پرون پنجشنبه د می میاشتې ۶مه د پاریس په یوه جمنازیم کې ځای پر ځای شوي وو.

د پاریس د ۱۱مې ناحیې یوه جمنازیم کې ځای پر ځای شویو ۴۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. د دغو کسانو په ډله کې ۲۰۰ تر ۳۰۰ مهاجر هم دي چې ډېری یې افریقایان او یا افغانان دي. د یوتوپیا ۵۶ سازمان په حواله پرون پنجشنبه د می میاشتې ۶مه دغه جمنازیم کې ۸۱ کورنۍ، ۲۶ ښځې، ۲۲ جوړې، ۱۳۶ مجرد نارینه او ۷۲ بې سرپرسته او کم سنه مهاجر ځای پر ځای شوي وو.

جمنازیم کې د مهاجرو د مېشتولو کولکتیف چې تېره ورځ یې دغه عملیات ترسره کړي وایي: «دغه بریا کورنیو، کم سنه مهاجرو، ښځو او مجردو نارینه و ته اجازه ورکوي چې د سړکونو پر غاړه د ژوند له کړاوونو څخه ځان خلاص کړي.» یاد سازمان زیاته کړې چې ځینو مهاجر د سرپناه د موندلو لپاره له اونیو راهیسې له ۱۱۵ سره د تماس نیولو هڅې کولې.

پاریس کې د یوتوپیا ۵۶ یو مسول مایل دو مارسلوس ټولو دغو کورنیو او کم سنه کسانو ته د سرپناه د برابر کېدو غوښتنه کړې وه. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې «د متعهدو ښاریانو شبکه نور مهاجرو ته سرپناه نه شي برابرولی.»

بیا ولولئ: سلګونه بې سرپناه کډوال د پاریس په زړه کې د اعتراض په ډول خیمې ودرولې

د سرپناه نه لرونکو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

په ورته مهال د مهاجرو د حقونو مدافعان وایي وضعیت بېړنی دی. یوتوپیا ۵۶ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې پاریس کې د سرپناه نه لرونکو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دغو کسانو کره شمېر معلومول سخت دي ځکه چې دوی په مختلفو سیمو کې ژوند کوي. په وینا یې «د دغو کسانو په ډله کې زیات شمېر مهاجر هم دي چې په سختۍ سره له پولو څخه تېر شوي او اوس فرانسه کې سرپناه نه لري.»

دوی زیاته کړې وه چې دمګړۍ فرانسه کې ۳،۱ میلیونه تش کورونه موجود دي چې ۴۰۰۰۰۰ یې ایل دو فرانس او ۱۱۷۰۰۰ یې پاریس کې موقعیت لري.

د یوتوپیا یو بل غړي کریل تورییا وایي چې د دې اقدام دلیل دا دی چې دوی کومه بله چاره نه لرله. نوموړي هیله ښودلې وه چې چارواکو د ستونزې د هوارولو لپاره اقدام وکړي.

ښاغلي تورییا کډوال نیوز سره په خبرو وویل چې د روغتیایي وضعیت له امله ۳۰۰ سرپناه نه لرونکو کسانو دغه عملیات کې نه دی ګډون کړی.

بیا ولولئ: پاریس: کله چې سازمانونه په تشو ودانیو کې مهاجرو ته سرپناه برابروي

سړکونو ته بېرته ورګرځېدل

دا څلورم ځل دی چې د سازمانونو کولکتیف سرپناه نه لرونکي مهاجر جمنازیمونو کې ځای پر ځای کوي. دغه کولکتیف تېره جنوري میاشت د پاریس د ۱۶مې ناحیې په یوه ښوونځي، تېره فبروري میاشت په هوټل دیو او تېره مارچ میاشت په رپوبلیک کې مهاجر ځای پر ځای کړي وو. د دغو کمپاینونو له امله تر اوسه ۱۰۶۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده.

د سازمانونو له مخې تېرو درېو کمپاینونو کې ۷۲۰ کسانو ته سرپناه برابره شوه. خو کریل تورییا وایي چې زیات شمېر کسان بېرته سړکونو ته ورګرځېدلي دي.

کامرونۍ مهاجره ۳۰ کلنه ارمیل الویا سونفک یوه له دغو کسانو ده. نوموړې درې کاله مخکې فرانسې ته راغلې ده. هغه چې دوه ۳ کلن ماشومان لري یا د سړکونو پر غاړه شپه تېروي او یا کلیساګانو کې.

هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «له دوشنبې راهیسې یو ځل بیا سړکونو کې شپه سبا کوم. د رپوبلیک ډګر کې تر خیمې درولو وروسته ما ته یوه اونۍ په یو هوټل کې ځای راکړل شو.»

پاریس ښاروالۍ کې د مهاجرو د هرکلي مسلو یان بروسا وایي چې د ژمي تر پای ته رسېدو او د مهاجرو څپې د بېرته پیلېدو سره وضعیت ممکن نور هم سخت شي. په وینا یې: «موږ غواړو چې له دولت سره یو ځای دایمي حل لاره پیدا کړو. دا د دولت مسولیت دی.»

 

نورې ليکنې