د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن. انځور: رویټرز
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن. انځور: رویټرز

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي په دغه هیواد کې له سخت دریځو او متخلفو مهاجرو د اوسېدو حق بېرته اخلي. د نوموړي په حواله په تېرو درو میاشتو کې چارواکو له ۱۴۷ سخت دریځو او متخلفو مهاجرو اقامې بېرته اخیستلې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن له چارواکو څخه غوښتي دي چې فرانسه کې د هغو منل شویو کسانو د اوسېدو حق بېرته واخلي چې سخت دریځۍ ته تمایل لري او یا عامه نظم ګواښوي. د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د فرانسې د مهاجرتي سیاست د سختېدو نښه ګڼل کېږي.

ښاغلي دارمنن پرون پنجشنبه د می میاشتې ۶مه فرانسوۍ ورځپاڼې فیګارو سره خبرو کې وویل: «د مهاجرو له ادارې یا اوفپرا څخه مو غوښتنه کړې چې فرانسه کې د هغو کسانو د اوسېدو حق بېرته واخلي څوک چې زموږ د جمهوریت د ارزښتونو خلاف دي.»

نوموړي دغه راز فرانس پرس ته ویلي چې هغه کسان چې «د غندنې وړ کارونو لکه سخت دریځۍ او یا عام نظم ته ګواښ ته لاس اچوي د ساتنې له حق څخه بې برخې کېږي.» په وینا یې په تېرو درېو میاشتو کې د ۱۴۷ کسانو اسناد بېرته اخیستل شوي دي.

د «انعطاف» نشتوالی

د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی به د عامه نظم په تړاو «انعطاف نه ښيي». هغه زیاته کړې چې هغه کسان چې د سخت دریځۍ د مخنیوي په فایل کې یې نومونه ثبت شوي باید له فرانسې څخه وشړل شي.

د ښاغلي دارمنن په حواله تر اوسه ۲۳۱ سخت دریځه کسان اداري بندي خانو ته اچول شوي او یا له فرانسې څخه شړل شوي دي. خو د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د پولو د تړل کېدو له کبله د دغو کسانو اخراجول سخت شوي دي.

د کورنیو چارو زیر فیګارو ته منلې چې د سخت دریځۍ د مخنیوي په فایل کې د ۱۰۸۳ بې سنده بهرنیانو نومونه ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړې چې یاد فایل کې د ۴۰۰۰ سند لرونکو کسانو نومونه هم ثبت دي چې ۲۵ سلنه الجزایریان، ۲۰ سلنه مراکشیان، ۱۵ سلنه تونسیان او ۱۲ سلنه روسان پکې شامل دي. نوموړي د دغو کسانو د سندونو د بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده.

تېر کال په اکټوبر میاشت ژرالد دارمنن له هغې وروسته د ځایي پولیسو څخه د ۲۳۱ سخت دریځو بهرنیانو د اخراجولو غوښتنه وکړه چې یو چیچنیایي مهاجر ایل فرانسه کې د تاریخ استاد سمویل پاتي وواژه.  

د داخلې وزیر د اسنادو د بېرته اخیستلو صلاحیت نه لري

خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویناوو دغه هیواد کې تاوده بحثونه راپارولي دي. د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونه د کورنیو چارو وزیر دغه اقدام غیرقانوني بولي.

د سیماد سازمان غړې او مدافع وکیلې پول شېرون په حواله د کورنیو چارو وزارت «قانوني صلاحیت نه لري چې د مهاجرو اقامې بېرته واخلي.»

بیا ولولئ: کډوال څنګه د اقامې حق له لاسه ورکوي؟

نوموړې زیاته کړې چې یوازې اوفپرا یا د مهاجرو اداره صلاحیت لري چې له بهرنیانو څخه فرانسه کې د د اوسېدو حق بېرته واخلي. په وینا یې د کورنیو چارو وزیر دا کار غیرقانوني دی او د فرانسې ارزښتونو او بشري حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي.

 

نورې ليکنې