مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز
مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز

د رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو دوو ورځو کې سلګونو مهاجرو د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کړې دي. د برتانوي چارواکو په حواله ۱۳۰ کسان دغه هیواد ته اوښتي دي. فرانسوي چارواکي بیا وایي چې ۶۶ تنه نور یې سمندر کې ژغورلي دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي په تېرو دوو ورځو کې ۱۳۰ مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي. په خبره یې تېره شنبه په درېو بېړیو کې سپاره ۴۹ مهاجرو برتانوي سواحلو ته ځان ورساوه. دغه راز پرون یکشنبه ۸۱ تنه نور د مانش کانال له لارې برتانیا ته ورسېدل.

له دې سره سږ کال تر دې دمه برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر ۲۲۶۳ تنو ته رسېږي.

بي بي سي د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي، د برتانوي او فرانسوي چارواکو ترمنځ د همکارۍ له امله سږ کال د ۲۵۰۰ هغو کسانو مخه نیول شوې چې غوښتل یې په ناقانونه طریقه برتانیا ته واوړي.

فرانسوي چارواکو ۶۶ مهاجر ژغورلي

بل پلو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني وایي چې تېره شنبه د می میاشتې ۸مه یې د دنکرک په ساحلي اوبو کې ۶۶ مهاجر ژغورلي دي چې په دوو کښتیو کې سپاره ول.

د یادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي ژغورل شوي کسان، چې ډله کې یې ۵ ښځې او ۵ ماشومان هم دي، د ورځې په ۱۲ بجو او ۴۵ دقیقو دنکرک بندر ته انتقالېدو وروسته د اوروژنې او ژغورنې چارواکو او سرحدي پولیسو ته وسپارل شول. 

له تېرو څو کلونو راهیسې زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې په ناقانونه طریقه کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې د فرانسې له سرحدي ښارونو څخه برتانیا ته واوړي، خو د اوبو د څپو د لوړوالي او د لویو کښتیو د ګڼې ګوڼې له امله له زیاتو ستونزو سره مخېږي. ځینو له همدې امله د سمندري سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

 

نورې ليکنې