د ایټالیا ساحلي ځواکونو بېړۍ. انځور: رویترز، م. بوکارلو
د ایټالیا ساحلي ځواکونو بېړۍ. انځور: رویترز، م. بوکارلو

په تېرو دوو ورځو کې تر ۱۴۰۰ ډېر مهاجر د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته رسېدلي دي. په سلګونو نور د مالتا په ساحلي اوبو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو دوو ورځو کې تر ۱۴۰۰ ډېر مهاجر چې په شاوخوا ۱۵ بېړیو کې سپاره وو د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته رسېدلي دي.

ایټالوي رسنیو زیاته کړې چې لمپدوسا ته نږدې په یوه موندل شوې بېړۍ کې د ۲۴ ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۴۰۰ ډېر مهاجر سپاره ول. دغه کسان له بېلابېلو ملیتونو دي.

یوه بله بېړۍ کې بیا د سپرلیو شمېر ۳۲۵ کسان ته رسېد چې د لمپدوسا په ۱۳ کیلومترۍ کې نیول شوې ده.

په سلګونو نورو په کوچنیو بېړیو کې دغه ټاپو ته ځان رسولی دی.

د مالتا ساحلي اوبو کې سلګونه کسان بند پاتې

په ورته مهال مدیترانه کې د بېړنيو حالاتو پلتفورم الارم فون تېره یکشنبه وویل چې د مالتا په ساحلي اوبو کې په پنځو بېړیو سپاره ۴۰۰ مهاجر له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دغه سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «کښتۍ کې وضعیت جدي دی... مهاجر باید سمدلاسه وژغورل شي.»

نن سهار الارم فون لیکلي چې ۶۰ تنه نور نړیوالو اوبو کې بند پاتې دي.

د کورونا ویروس د کړکېچ سره سره له مغرب او په ځانګړې توګه له تونس او لیبیا څخه اروپا ته د مهاجرو راتګ لا هم ادامه لري. د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اپریل تر ۲۱مه ۸۶۰۴ کسان ایټالیا او ۶۵ نور مالتا ته رسېدلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه اداره وایي چې ۳۵۹ تنه نور لاره کې مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې